په اسلام اباد کې یوې محکمې یو ځلې بیا د دولتي سوغاتونو (توشه خانې) په پلور کې د بشرا بي بي د نیولو حکم کړی.
بشرا بي بي، په اکتوبر میاشت کې له زندانه تر خوشې کېدو وروسته د تحریک انصاف له پلویان سره لاریونونو ته راووته.
دغې محکمې د پنجشنبې په ورځ د (لیندۍ په ۱۵ مه) یو ځلي بیا ویلي چې عمران خان او د هغه مېرمنې بشرا بي بي د ۱۴۰ ملیونو پاکستانۍ روپیو په ارزښت دولتي سوغاتونه پلورلي او درغلي یې کړې.
د ځینو پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې ښایي د تحریک انصاف ګوند د مشر عمران خان مېرمن بشرا بي بي د دویم ځل لپاره زندان ته ولیږل شي. بشرا بي بي تر دې وړاندې هم په همدغه تور نیول شوې او د اډیاله په زندان کې یې نهه میاشتې تېرې کړې وې. نوموړې د تېر اکتوبر په میاشت کې له زندانه خوشې شوې وه.
همدغه څو ورځې وړاندې په اسلام اباد کې د ترهګرۍ ضد یوې محکمې د عمران خان او د هغه د مېرمنې په ګډون د ۹۴ تنو د نیولو امر کړی و.
دغې محکمې پر دوی تور پورې کړی و چې د تحریک انصاف ګوند پلویانو په وروستیو لاریونونو کې پر پولیسو مخامخ بریدونه کړي او د اسلام اباد او راولپنډۍ اوسیدونکو ته یې ستونزې رابرسېره کړې وې.
په هغو لاریونونو کې چې د نومبر په ۲۴ مه پیل شوې وې، د اسلام اباد په ډي چوک کې د نومبر میاشتې په ۲۶ مه نېټه د تحریک انصاف ګوند پلویانو او د پولیسو تر منځ د پېښ شوي اخ و ډب له امله د څلور پولیس ځواکونو په ګډون نږدې شل تنه وژل شوي او له سلو زیات ټپیان شوي وو.
تحریک انصاف ګوند وایي چې په هغو لاریونونو کې د دوی شا و خوا شل کسه وژل شوي، په لسګونه ټپیان شوي او زرګونه نور پلویان یې نیول شوي او زندانونو ته لیږل شوي دي.