د پاکستان حکومت پخوانی سفیر محمد صادق د افغانستان لپاره ځانګړی استازی وټاکه

AP ۱۴۰۳ لیندۍ ۱۵

د پاکستان حکومت محمد صادق خان د افغانستان لپاره د خپل نوي ځانګړي استازي په توګه وټاکه.

صادق خان له۲۰۰۸ څخه تر ۲۰۱۴ پورې په کابل کې د پاکستان سفیر پاتې شوی.

صادق د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت پر بېلابېلو څوکیو پاتې دی او د افغانستان په اړه پراخې تجربې لري.

هغه له ۲۰۰۸ کال څخه تر ۲۰۱۴ پورې په کابل کې د پاکستان سفیر پاتې شوی او په بروکسل، بېجینګ او واشنګټن کې یې هم دندې ترسره کړې دي.

نوموړی د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د ویاند په توګه له۲۰۰۷ کال څخه تر ۲۰۰۸ پورې هم دنده ترسره کړې ده.

پر دې سربېره هغه د ۲۰۱۴ کال له مارچ نه تر ۲۰۱۶ کال اکتوبر پورې د پاکستان د ملي امنیت اړوند ادارې د سکرتر په توګه دنده ترسره کړې ده.

دا ګومارنه داسې مهال ترسره کیږي چې په دې وروستیو کې روسي او چینایي چارواکو کابل ته سفرونه درلودل او شپږ چینايي ډپلوماټان کندهار ته لاړل چې ددې ډلې له مشرتابه سره د اسلام اباد پیغام شریک کړي.

پاکستان له دې وړاندې ویلي و، چې په اوسمهالو شرایطو کې د افغانستان لپاره ځانګړي استازي ټاکلو ته اړتیا نه لیدل کیږي.

د همدې اونۍ په اوږدو کې په کابل کې د پاکستان سفیر د طالبانو ددفاع له وزیر مولوي یعقوب سره وکتل او ویل کیږي چې د دواړو خواوو ترمنځ په اړیکو کې د تېر په پرتله بدلونونه راغلي دي.

نور خبرونه

رادیو