له کورمې ولسوالۍ څخه ځایي سرچېنو افغانستان انټرنشنل پښتو ته وویل، چې له پېښوره ورغلې جرګه په خبرو او مرکو بوخته ده او د دواړو ښکېلو غاړو سره پر دایمي سولې او امن راوستو پر سر خبرې اترې کوي.
د دغې جرګې غړي چې ټول ټال ۱۲۵ کسان دي تېره ورځ په ۲۵ موټرو کې کورمې ته رسېدلي او تر دې دمه یې په سده او پاړه چنار کې د بېلابېلو قومي مشرانو او مخورو سره لېدنې کتنې کړې دي.
په پاړا چنار کې ځایي خبریالان وایي، چې په دغه جرګه کې له خیبر پښتونخوا څخه مفتي کفایت الله، ملک نصیر کوکیخېل، امان الله وزیر، حمید شېراني او ځیني نور قومي مشران شامل دي چې له پرون راهیسې یې د توري او بنګښ قومونو له مشرانو سره لیدلي دي.
په کورمه کې پولیس چارواکي جاوید الله محسود هم خبریالانو ته ویلي، چې د جرګهوالو په منځګړیتوب اوربند ټینګ شوی او له پرون راهیسې د کومې پېښې راپور نه دی ورکړل شوی.
خو ځایي خلک وایي، چې لا هم د کورمې او پېښور تر منځ لویه لاره د تګ راتګ لپاره بنده ده او په بازارونو کې د خوراکي او سون توکو ګرانۍ او کمي لا هم خلک اندېښمن کړي او په روغتونونو کې دارو درمل هم د خلاصېدو په حال کې دي.