چمن کې پرلتوال د پاکستان له حکومت څخه د سپین بولدک ـ چمن پر دروازه د پاسپورټ او ویزې د جبري کېدو په پرېکړه کې د نرمښت او په خپله سیمه کې د ازاد کاروبار غوښتنه کوي.
وايي، که حکومت یې غوښتنې نه مني دوی به د سپین بولدک ـ چمن لاره وتړي.
د سپین بولدک ـ چمن پر دروازه د تګ راتګ پر مهال د پاکستان د حکومت له لوري د پاسپورټ او ویزې جبري کېدو په غبرګون د چمن پرلت والو په تازه خپره کړې خبرپاڼه کې خبرداری ورکړی او لیکلي یې دي؛ که د چمن پرلت والو غوښتنې ونه منل شي، دوی به پر دغه دروازه هر ډول ټرانزیټ بند کړي.
په خبرپاڼه کې لیکل شوي، چې د پاکستان حکومت هر ځل د سپین بولدک ـ چمن پر دروازه د تګ راتګ په برخه کې د اسانتیاوو ژمنې کوي، خو بیا ژمنې نه عملي کوي.
پرلت والو ویلي، که د روانې ډیسمبر میاشتې تر څلورمې نېټې د سپین بولدک ـ چمن پر دوازه لګول شوي محدودیونه لرې نه شي، په دغه دروازه به هر ډول ټرانزیټ بند کړي.
د چمن پرلت ویاند صادق خان اڅګزی وايي: «که ډیسمبر تر څلورمې نېټې پورې زمونږ حقه غوښتنې ونه منل شوې نو بیا به بیا موږ پر خپل راتلونکي ګام پورته کولو لپاره هیڅ فکر کولو ته اړتیا نه لرو. او د سپین بولدک ـ چمن دروازه به په بشپړه توګه بنده وي د چمن سپین بولدک پرلت وال او ولسونه نور مجبوره دي چې دغه ډول ګام پورته کړي.»
دغه پرلت څه د پاسه یو کال راهیسې دوام لري، خو هر کله چې یادو پرلتوالو د خپلو غوښتونو او حق تر لاسه کولو په موخه کوم ګام پورته کړی، د ځايي امنیتي ځواکونو له لوري پرې برید شوی.
له تېر یوه کال راهیسې پر یادو پرلتوالو د چمن ځايي امنیتي ځواکونو نږدې درې ځلې بریدونه کړي، چې په پایله کې له درې څخه تر څلورو پرلتوال وژل شوي او لسګونه نور ټپیان شوي دي.
خو پرلتوال وايي، د سپین بولدک ـ چمن پر دروازه د پاکستان د حکومت له لوري د پاسپورټ او ویزې جبري کیدو پریکړه ورته د منلو وړ نه ده.
پرلتوال وايي، د افغانستان او پاکستان ترمنځ پر دغه دروازه سوداګرۍ ته وده ورکول او د خپلو خلکو لپاره د باعزته کاروبار غوښتنه کوي.