ځايي سرچینې: د خیبرپښتونخوا په بنو کې د پاکستان پوځ په هاوان درې ماشومان وژل شوي

AP ۱۴۰۳ لیندۍ ۱۲

د خیبرپښتونخوا د بنو ولسوالۍ له جانیخيلو سیمې ځايي سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ويلي، چې تېره ورځ د جانیخيلو په سین تنګه سیمه کې د پاکستاني پوځ د هاوان ګولۍ د لګېدو له امله درې ماشومان وژل شوي.

ځايي سرچینې وايي، چې په وژل شویو ماشومانو کې دوه تنه یې سره وروڼه وو.

د خیبرپښتونخوا د بنو له ولسوالۍ څخه ځايي سرچینې وايي، چې تېره ورځ یکشنبه د (لیندۍ ۱۱مه) د جانیخیلو په سین تنګه سیمه د پاکستان پوځ د هاوان ګولۍ د لګېدو له امله درې ماشومان وژل شوي چې دوه یې سکه وروڼه وو.

تر اوسه پورې د پاکستان پوځ په دې اړه څه نه دي ویلي، خو په خیبرپښتونخوا ایالت کې د وروستیو نا امنیو او د پوځ او وسله والو په بریدونو کې ډیری مهال مرګ ژوبله ولسي خلکو ته هم اوړي.

بنو کې ځايي خبریالان وايي، چې په وروستیو جګړو کې د سیمې خلک زیانمن شوي خو وايي د جګړې لوري دغو ټکو ته پام نه کوي.

د بنو په جانیخیلو کې د وژل شویو درې تنو عمرونه له اتو کلونو نیولې بیا تر ۱۳ کلونو پورې ښودل شوي.

په دې وروستیو د امنیتي ناکراریو له امله په خیبرپښتونخوا په ځانګړي ډول لوی وزیرستان کې د پوځ او وسله والو تر منځ په د جګړو پر مهال د ولسي خلکو ژوند ته پام نه کیږي او په هره جګړه کې د ښځو او ماشومانو په ګډون د کلي ځايي خلکو ته مرګ ژوبله اوړي.

نور خبرونه

رادیو