په افغانستان او پاکستان کې د پولیو تر ۸۰ زیاتې مثبتې پېښې ثبت شوې دي

AP ۱۴۰۳ لیندۍ ۱۲

د روغتیا نړیوال سازمان وايي چې د روان کال له پیل راهیسې په افغانستان او پاکستان کې د پولیو ۸۱ پېښې ثبت شوې دي.

دغه سازمان د دوشنبې په ورځ راپور ورکړ، چې په افغانستان کې د پولیو ۲۵ او په پاکستان کې ۵۶ نورې پېښې ثبت شوې دي.

د روغتیا د نړیوال سازمان د راپور له مخې، تېره اونۍ د ماشومانو د فلج دوه نوې پېښې په اروزګان او هلمند ولایتونو او یوه پېښه په خیبر پښتونخوا ایالت کې ثبت شوې ده.

د روغتيا نړيوال سازمان د معلوماتو له مخې، چې په افغانستان او پاکستان کې د پوليو مياشتنۍ احصايې وړاندې کوي، تېر کال په افغانستان کې د پوليو شپږ او په پاکستان کې هم شپږ نورې پېښې ثبت شوې وې.

خو طالبان وايي، سږ کال په افغانستان کې د پولیو کومه مثبته پېښه نه ده ثبت شوې.

په دې وروستیو کې د کډوالو نړیوال سازمان اعلان وکړ چې د ۲۰۲۳ کال له سپټمبر څخه تر ۲۰۲۴ کال پورې د پولیو د له منځه وړلو نړیوال نوښت په مرسته ۶۷ زره او ۷۵۲ افغان ماشومانو ته د پولیو واکسین ورکړل شوی دی.

نور خبرونه

رادیو