د افغانستان په چارو کې د امریکا د حکومت پخوانی ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وايي، چې په اسلام اباد کې د نومبر ۲۵مې نېټې په لاریونونو کې د پاکستان امنیتي ځواکونو په ډزو کې له ۴۰۰ ډېر لاریون کوونکي وژل شوي.
خلیلزاد په دې برخه کې د خپلواکې څېړنې غوښتنه کړې.
د افغانستان په چارو کې د امریکا د حکومت پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد تېره شپه د (لیندۍ لسمه) په خپله ایکس پاڼه یوه یادښت کې لیکلي، چې په اسلام اباد کې د نومبر ۲۵مې نېټې په لاریونونو کې د پاکستاني امنیتي ځواکونو په ډزو کې له ۴۰۰ ډېر لاریون کوونکي وژل شوي.
دغه لاریونونه د تحریک انصاف ګوند له لوري د نومبر په ۲۴مه پیل شوي وو او موخه یې هم د پاکستان د پخواني لومړي وزیر او د دغه ګوند د پخواني مشر عمران خان له زندانه راخوشې کیدل ښودل شوې وه.
د پاکستان حکومت تر دې وړاندې د لاریون کوونکو د وژلو خبرونه رد کړي وو او ویلي یې و، چې د لاریون د خورولو په موخه یې اوښلن ګاز شیندلی.
خو په هغو ویډیوګانو او انځورونو کې چې په خواله رسنیو کې خپاره شوي لیدل کیږي، چې امنیتي کسان په لاریون کوونکو د شپې پر مهال مخامخ ډزې کوي او یو شمېر کسان په وینو لړلي پراته دي.
زلمي خلیلزاد په خپل یادښت کې ټينګار کړی، چې د پاکستان په وروستیو لاریونونو کې د وژل شوي لاریون کوونکو د پېښې خپلواکه څېړنه دې وشي.
هغه په پاکستان او له دغه هیواده بهر د بشري حقونو پر فعالانو غږ کړی چې د دغې پېښې په وړاندې دې غلي نه پاتې کیږي.
د نومبر په ۲۴مه د پاکستان تحریک انصاف ګوند غړو او پلویانود دغه ګوند د مشر او پخواني لومړي وزیر عمران خان د خوشې کولو لپاره له ټول پاکستان څخه خپل پلویان پلازمینې اسلام اباد ته د لاریون لپاره ور وبلل او حکومت یې د مخنیوي لپاره لویې لارې بندې کړې او پر لاریون کوونکو یې د پاشل کېدو په موخه اوښلن ګاز وشینده او ډزې یې پرې وکړې چې ويل کیږي په دغو ډزو کې زیات شمېر لاریونوال وژل شوي هم دي.
تر اوسه پورې د لاریون والو د مرګ ژوبلې په اړه کره شمېرې نه دي ترلاسه شوې خو ځینې سرچینې وايي، چې د اسلام اباد پیمز روغتون ته لسګونه مړي وړل شوي او د ټپیانو شمېر سلګونه یادوي.