د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو دفتر د یکشنبې په ورځ (د ليندۍ ۱۱ مه) خبر ورکړ، چې په خیبر پښتونخوا کې په دوو جلا نښتو کې دوه پوځیان او ۸ وسله وال وژل شوي دي.
د پاکستان پوځ وايي، چې په دغو نښتو کې نهه وسله وال ټپيان شوي او دوه يې نيولي دي.
د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو دفتر په یوې اعلاميه کې لیکلي، چې دا نښتې د خیبر پښتونخوا په بنو او خیبر ولسوالیو کې شوي دي.
د پوځ په وینا، د خیبر سیمې کې ۳ وسله وال او د دغه ولایت د بنو ولسوالۍ په بکه خېلو کلي کې د پاکستاني طالبانو د تحریک ۵ غړي وژل شوي دي.
د پاکستان پوځ وايي، چې په دغو نښتو کې د امنیتي ځواکونو قومندان محمد صهیب الدین هم وژل شوی دی.
د پاکستان پوځ زياتوي، چې د وسله والو د له منځه وړلو عملیات به تر هغه دوام لري، چې ټول وسله وال يې له منځه نه وي وړي.
په دغه هېواد کې د وژونکو بريدونو له زياتېدو وروسته پاکستاني چارواکو ويلي دي، چې «ټي ټي پي» ډله دغه بريدونه له افغانستانه پلانوي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په دې وروستیو کې له افغان طالبانو غوښتي چې د پاکساني طالبانو تحریک په ملاتړ دي د دوی صبر نه ازمایي.
خو افغان طالبانو په دغه هیواد کې د بهرنیو ځواکونو شتون رد کړی او ویلي یې دي، چې په پاکستان کې مرګوني بریدونه د دغه هیواد داخلي ستونزه ده او په دوی هیڅ تړاو نه لري.