د خیبرپښتونخوا په کورمه ولسوالۍ کې له تېرو ۱۱ ورځو راهیسې د مذهبي تاوتریخوالي له امله د ټولو وژل شویو شمېر ۱۳۰ تنو ته لوړ شو.
ویل کیږي، د تېري شپې په تازه نښتو کې شپږ تنه وژل شوي او اته نور ټپیان دي.
د پاکستان جیونیوز د کورمې د پولیسو په حواله راپور ورکړی، چې له ۱۱ ورځو راهیسې لا هم د خیبرپښتونخوا په دغې ولسوالۍ کې مذهبي وسله والي نښتي دوام لري.
پولیسو ویلي، چې د دغو نښتو په دوام تېره شپه شپږ تنه وژل شوي او اته نور ټپیان شوي دي.
د پولیسو په وینا په تېرو ۱۱ ورځو کې په کورمه ولسوالۍ کې د مذهبي نښتو له امله د وژل شویو کسانو شمېر ۱۳۰ ته رسیدلی او ۱۸۶ نور ټپیان شوي دي.
د یادو نښتو له امله د پاړه چنار او پېښور تولې لویي لارې تړلې او په کورمه ایجنسۍ کې د افغانستان او پاکستان تر منځ د خرلڅیو لاره د هر ډول سوداګرۍ او تګ راتګ پر مخ تړلې ده.
د سیمې خلک وايي د لارې د بندښت له امله د خوراکي توکو، درملو او تېلو له سخت کموالي سره مخامخ دي.
د کورمې د پولیسو مشر جاویدالله محسود وايي، د کورمې په بېلابېلو سیمو کې پولیسو او امنیتي ځواکونه ځای پر ځای شوي دي او په سیمه کې د ډزبندۍ هڅې کوي.
دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ د خیبرپښتونخوا سر وزیر علي امین ګنډا پور د کورمې پولیسو ته امر کړی، چې د دواړو لوریو د جګړې مرچلې دې ړنګې کړي.
همدارنګه نوموړي امنیتي ځواکونو ته امر کړی، چې د دواړو لوریو څخه دې وسلې راټولې کړي او تر هغه وخته دې یې په مشروط ډول له ځان سره وساتي، چې په سیمه کې امنیت نه وي ټینګ شوی.