منظور پښتین: نړۍ په لاریونوالو د پوځ ظلم ولیده خو دوی پرې اعتراف نه شي کولای

AP ۱۴۰۳ لیندۍ ۱۱

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین وایي؛ سره له دې چې ټولې نړۍ د تحریک انصاف په لاریونوالو د پاکستان د پوځ ظلمونه ولیدل، خو دوی دومره ډارن دي چې په خپل ظلم اعتراف هم نه شي کولای.

نوموړي پر اېکس د پاکستان حکومت ته په اشارې سره ویلي: «هر هغه قوم او ډلې چې د خپلو حقونو لپاره مبارزه کړې ده، د دې هېواد حکومت پرې د جاسوس نوم اېښی دی.»
د ښاغلي پښتین په خبره، د پاکستان حکومت د پښتنو تحریک ته د افغانستان، د بلوچانو تحریک ته د هند او د تحریک انصاف ګوند احتجاج کوونکو ته د افغان بلواګرو د جاسوسانو په سترګه ګوري او که کومه بله سیاسي ډله هم احتجاج وکړي نو هغوی هم د دې هېواد دوښمنان ګڼل کېږي.
د هغه په خبره: «استعماري نظام واقعا د خلکو دښمن وي، خو دوښمني هم يو شمېر اصول لري. ظالم که ناپوه وي، خو د دغو اصولو په رعايت سره لږ تر لږه انسان ښکاره کېدای شي. ټولې نړۍ د تحریک انصاف په لاریونوالو د پاکستان د پوځ ظلمونه ولیدل، خو دوی دومره ډارن دي چې په خپل ظلم اعتراف هم نه شي کولی.»
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین د پاکستان له حکومته پوښتنه کوي، چې که احتجاج د دولت ضد عمل دی، نو ایا د خلکو وژل بیا د دولت په ګټه عمل دی؟
نوموړی وایي، د پاکستان حکومت هغه کسان وژلي، چې هغوی د سولې غوښتونکي وو.
پښتین د پاکستان حکومت ته په خطاب کې زیاتوي: «دا د هېواد د دښمنۍ په نوم منتر خو تاسو ډېر وویل، مګر راځئ نن په ریښتیا سره حساب وکړئ چې په دې هېواد کې تر ټولو زیات ولس چا وژلي دي؟ کوم هېواد د پښتنو او بلوچو په سیمو باندې بمبارۍ کړي دي، عام خلک چا وژلي او بې کوره کړي یې دي؟»
د پښتون ژغورنې غورځنګ د مشر په باور، په پاکستان کې احتجاجونه خلکو ته هېڅ کوم ګواښ نه پېښوي، خو پر خلکو د پوځ ظلم بیا سل په سلو کې دې هېواد ته ګواښ جوړولی شي.
د هغه په خبره، ظالم نظام هېڅوک د واکمن په توګه نه مني.
نوموړي همداراز په اېکس لیکلي: «د احتجاج لپاره امنيت برابرول او د هغوی قانوني غوښتنې منل د دولت کار دی، بې له شکه چې د حکومتي ودانيو د امنيت نیول مهم کار دی، خو د احتجاج پر مهال برید کول، د لاریونوالو وژل، بندي کول او پر هغوی تور پورې کول که نن وي یا که په تېرو وختونو کې شوي وي او یا هر بل وخت چې وي، يو ښکاره ترهګري عمل دی او دا لړۍ بايد ختمه شي.»
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین دغه څرګندونې په اسلام اباد کې د تحریک انصاف په لاریونوالو له بریدونو څو ورځې وروسته وکړې.
د پاکستان د تحریک انصاف ګوند پلویانو تېره اونۍ د دغه ګوند د مشر او پخواني لومړي وزیر عمران خان د خوشې کولو لپاره پراخ لاریونونه وکړل، چې د پاکستان د پوځ له سخت غبرګون سره مخ شول.
د یاد ګوند پلویان د پاکستان پر پوځ تور پورې کوي، چې پر لاریونوالو یې ډزې کړي او د هغوی سولییز لاریون یې په تاوتریخوالي اړولی دی او په ترڅ کې یې لسګونو کسانو ته مرګژوبله هم اړولې ده.
پاکستاني چارواکو بیا ویلي، چې په دغو لاریونونو کې فرصته طلبه کسانو ځای نیولی وو او دا چې دوی په اسلام اباد کې د پي ټي ای د تېرې اونۍ په لاریونونو کې د ۳۷ افغانانو په ګډون ۹۵۴ کسان نیولي دي.

نور خبرونه

رادیو