په کورمه ولسوالۍ کې د روانو نښتو له امله څه باندې ۱۲۰ کسان وژل شوي

AP ۱۴۰۳ لیندۍ ۱۰

د خیبر پښتونخوا په کورمه ولسوالۍ کې د فرقه‌ییزو نښتو له امله د پولیسو او د روغتیایي سرچینو په وینا، تراوسه ۱۲۴ کسان وژل شوي او ۱۷۸ نور ټپيان دي.

دا په داسې حال کې دی، چې د جګړو د بندېدو او د سولې د ټینګښت لپاره د خبرو اترو بهیر هم دوام لري.
سیمه ییزو چارواکو ویلي، چې یوازې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۴ تنه وژل شوي او ۲۷ نور ټپیان دي.
دغه نښتې د خیبر پښتونخوا د کورمې ولسوالۍ په بېلابېلو سیمو کې تر هغه وروسته پیل شوې، چې د یادې ولسوالۍ په مندوري اوچت سیمه کې د مساپرو پر کاروان د برید له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون ۵۲ کسان ووژل شول.
د راپورونو له مخې، دغه نښتې په سنګینه، صدہ بالشخیل، خارکلی مقبل، کنج علی زی او بګن علی زی سیمو کې روانې دي.
په دغه جګړه کې د سپکو او درنو وسلو په کارولو سره د لسو ورځو راهیسې د سیمې وضعیت کړکېچن شوې، لویې لارې تړل شوې او مخابراتي خدمتونه هم په ټپه درېدلي دي.
د پېښور - پاړه چنار ترمنځ د لارو د بندېدو له امله په سيمه کې د خوراکي توکو، سوند توکو او درملو ذخیرې هم په خلاصیدو دي.
له دې سره، د خرلاڅي لارې په بندېدو سره بیا له افغانستان سره هم سوداګریزې چارې بندې شوې دي.
د ټولنيزو چارو يو مشر مير افضل خان وايي، چې د شخړو له امله هره برخه په جدي توګه اغېزمنه شوې ده.
د نوموړي په وینا، بهرني کاریګر د خپلو ويزو او ټکټونو په برخه کې له جدي ستونزو سره مخ دي.
سیمه ییز چارواکي وایي، چې پولیس او پوځ بېلابېلو سيمو ته د اوربند د ټينګښت په موخه لېږل شوي دي او د اوربند او د سولې د ټينګښت په اړه د مهمو پرمختګونو تمې کېږي.
پولیس بیا وایي، چې ډېری خلک غواړي د تاوتریخوالي له امله له سیمې وتښتي؛ خو د ناوړه امنیتي وضعیت له امله دغه چاره ناشونې شوې ده.
تېره اوونۍ د ولایتي ادارې له‌خوا د اوو ورځو اوربند اعلان شو؛ خو له دغه اوربند څخه په وار - وار سرغړونې وشوې.
که څه هم ځیني سیمه‌ییز خلک وایي، چې شخړه په عمومي ډول په غرنیو سیمو کې د ځمکې پر سر راپورته شوې؛ خو ګڼ سیاسي کارپوهان بیا په دې باور دي، چې د دغو شخړو تر شا د سترو استخباراتي کړیو لاس دی او د یو شمېر هېوادونو له‌خوا په جګړه کې د ښکېلو غاړو ته وسلې ورکول کیږي او مالي ملاتړ یې کېږي.

نور خبرونه

رادیو