په مومندو کې د پښتون شاعر انور شاه بورا پر کور ډرون برید شوی دی

AP ۱۴۰۳ لیندۍ ۹

پښتون شاعر انور شاه بورا په یوه ویډیویي وینا کې وايي، پر کور یې د پاکستان د پوځ ډرون الوتکې برید کړی دی.

ځايي سرچینو د افغانستان انټرنشنل ته وویل چې په دغه پېښه کې د انور شاه بورا یو کوچنی زوی وژل شوی او د هغه د میرمن په کډون ۶ تنه نور ټپیان شوي دي.

ځايي سرچینو نن جعمې په ورځ «د لیندۍ۹مه» وویل چې دغه پېښه تېره شپه د مومندو ولسوالۍ امبار کې د اتمان خېل په نوم کلي کې شوې ده.

د معلوماتو پر بنسټ د دې پېښې په ژوبلو کسانو کې پنځه ماشومان او یوه ښځه شامله ده.

په یوه ویډیویي وینا چې په هدایره کې د ژول شوي ماشوم د جنازې ادا کولو پرمهال ثبت شوې ده، پښتون شاعر انورشاه بورا وايي چې د ده پر کور ډرون الوتکې برید کړی دی.

انور شاه بورا په دې ویډیويي پېغام کې وویل:« د ماخستن لمانځه باندې ولاړ وم، ډرون د کور پر سر ولاړه وه، کله چې راښکته شوه ټول ښځې او ماشومان یې په تماشه ول چې برید پرې وشو.»

تر دې پيښې وروسته په ټولنیزو رسنیو کې د پاکستان د څارګرو ادارو اړوند په تبلغاتي اکونټونو کې دا یو لاسي بم برید ښودلی شوی دی هغه څه چې انور شاه بورا یې ردوي او له خلکو غواړي چې حققت بیان کړي.

تر دې دمه د پاکستان امنیتي ادارو ددې برید په اړه په رسمي ډول څه نه ډی ویلي.

په وروستیو کې د جګړې له زیاتېدو سره د پاکستان پوځ د پښتونخوا په بېلابیلو سیمو کې ډرون بریدونو ته زور ورکړی دی.

له ډیورنډ کرښې ته څیرمه یوه سیمه یز خبریال لال وزیر وايي چې په دې وروستیو کې د پاکستان پوځ په بېلابېلو سیمو کې دوولس ډرون بریدونه کړي دي.

لال وزیر:« په قبایلي سیمو کې ترسره شوي وروستي ډرون بریدونو کې زیاتره عام خلک په نښه شوي دي او قربانیان هم عام ولس دی.»

وزیر په دې باور دی چې که حالت په داسې ادامه پیدا کړي نو په راتلونکي کې به د سیمې خلک ملي پاڅون وکړي.

نور خبرونه

رادیو