په پاکستان کې د افغان کډوالو شمېر درې نیم میلیونو ته ورسېد

AP ۱۴۰۳ لیندۍ ۹

د ملګرو ملتونو د کډوالو د ادارې د شمېرو له مخې په پاکستان کې د افغان کډوالو شمېر درې نیم میلیونو ته رسېږي.

د دوی په منځ کې، یو میلیون ۴۰۰ زره افغانان د پي او ار د استوګنې کارت لري او نور ۸۰۰ زره افغانان بیا د اې سي سي کارتونه لري، خو ۶۰۰ زره افغان کډوال د اوسیدو اسناد نه لري.

پاکستانۍ ورځپاڼې "بزنس ریکارډر" د جمعې په ورځ د لیندۍ د میاشتې په نهمه د ملګرو ملتونو د کډوالو د ادارې په حواله لیکلي دي چې د طالبانو له خوا د افغانستان د واک تر نیولو وروسته ۷۰۰ زره افغانان چې پاکستان ته داخل شوي، په پام کې لري چې له پاکستانه بل هېواد ته ولاړ شي.

د ۲۰۲۳ کال په نومبر میاشت کې د پاکستان حکومت د استوګنې له اسنادو پرته د کډوالو جبري ایستل پیل کړل، چې له امله یې د افغان ستنېدونکو لپاره اقتصادي ستونزې او سخت رواني فشارونه زیات شوي دي.

ډیری ستنېدونکو دا چلند د "توهین وړ" وباله او د دوی د شخصي ملکیتونو د ضبط کولو خبرونه یې تایید کړل.

له بلې خوا د نړیوالو سازمانونو د راپور له مخې، په افغانستان کې له شلو میلیونو ډېر خلک له بې وزلۍ سره مخ دي.

په ورته وخت کې، د طالبانو واکمنۍ د دې لامل شوې چې ډیری مرستندویه سازمانونو د "بشري حقونو او د ښځو او نجونو د حقونو ضد" پالیسیو له امله خپل فعالیتونه ودروي یا د پام وړ کم کړي دي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي د چهارشنبې په ورځ د لیندۍ په ۷ مه اعلان وکړ چې د ډیسمبر له ۳۱ وروسته به افغان وګړو ته له رسمي اجازې پرته په اسلام اباد کې د اوسېدو اجازه ور نه کړل شي.

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي، چې د حکومت ضد لاریونونو کې د افغان کډوالو د ګډون ادعا شوې ده.

په کابل کې د پاکستان پخواني سفیر رستم شاه مومند له اسلام اباده د افغانانو د ایستلو په اړه د پاکستان د کورنیو چارو وزارت پر نوې پرېکړې نیوکه وکړه او هغه یې غیر عادلانه وبلله.

نوموړي ویلي چې افغانان په پاکستان کې د داخلي سیاسي اختلافاتو له امله په نښه شوي دي.

نور خبرونه

رادیو