مولانا فضل الرحمان، اسلام اباد کې پر لاریونوالو برید د تاوتریخوالي تر نورو بده پېښه بللې

AP ۱۴۰۳ لیندۍ ۸

د پاکستان جمعیت علمای اسلام ګوند مشر په اسلام اباد کې د پي ټي ای پر لاریون کونکو د حکومت له لوري شوی تاوتریخوالی غندلی او ویلي یې دي چې پر لاریون دغه شوی برید د تاوترخوالي تر نورو ټولو بده پېښه ده.
مولانا فضل الرحمان، پر خلکو مخامخ ډزې د حکومتي چارواکو ناپوهي بللې.

د پاکستان جمعیت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمان تېره ورځ د پاکستان سند ایالت په لال‌کاڼه کې یوې خبرې غونډې ته د وینا پر مهال ویلي، چې په اسلام اباد کې د تحریک انصاف ګوند پر لاریون کونکو د حکومت له لوري شوی تاوتریخوالی غندي او وايي چې حکومت دې د خلکو قانوني حق نه تروړي.
هغه پر پاکستاني چارواکو او امنیتي ادارو تور پورې کړ، چې لومړی یې د عمران خان پلویان د اسلام اباد زړه (ډي چوک) سیمې ته ور پرېښودل او بیا یې مخامخ ډزې پرې وکړې چې دا د تاوتریخوالي تر ټولو بده پېښه ده.
پاکستاني حکومت بیا ادعا کړې چې لاریون والو هڅه کوله چې حکومتي ودانیو ته ځانونه ورسوي او له پولیسو سره یې تر اخ و ډب وروسته د هغوی د خورولو په موخه ډزې کړې او اوښلن ګاز یې شیندلی.
تر اوسه پورې د لاریون والو د مرګ ژوبلې په اړه کره شمېرې نه دي ترلاسه شوې خو ځینې سرچینې وايي، چې د اسلام اباد پیمز روغتون ته لسګونه مړي وړل شوي او د ټپیانو شمېر سلګونه یادوي.
داسې هم ویل کیږي چې حکومت د اسلام اباد پیمز روغتون ته د ملکي خلکو په ورتګ بندیز لګولی او داسې ښکاري چې په دغه روغتون کې د تحریک انصاف د لاریون والو مړي او ټپیان ډیر وي.
مولانا فضل الرحمان وايي، په پاکستان کې روان بد سیاسي، اقتصادي او امنیتي حالت «د ۲۰۲۴ کال د ټاکنو ناسمې پایلې وې چې یو کمزروی حکومت یې رامنځته کړ او د پاکستان د اوسني حالت د مهارولو وړتیا نه لري.»
هغه وايي هغه مهال په یوه هیواد کې سم سمکی راځي چې د رڼو ټاکنو په پایلو کې د ټولو په خوښه حکومت جوړ شي.

نور خبرونه

رادیو