بلوچستان کې د جګړې او بمې چاودنې په پایله کې یو عسکر وژل شوی او دوه نور تپیان شوي

AP ۱۴۰۳ لیندۍ ۸

سیمه ییزې سرچینې وايي، چې د بلوچستان په تربت سیمه کې وسله والو د پاکستاني ځواکونو یو کاروان په بمي چاودنه او بریدونو سره په نښه کړی چې په کې یو عسکر وژل شوی او دوه نور ټپیان شوي.
تر اوسه پورې د پاکستان پوځ په دې اړه څه نه دي ويلي.

د تربت پولیسو د پېښې پخلی کړی او ویلي یې دي چې په بریدونو کې د پوځ یو افسر وژل شوی او د دوو افسرانو په ګډون څلور کسان ټپیان شوي دي.
پولیسو د وژل شوي افسر نوم رمضان او د ژوبلو پوځیانو نومونه شمس الدین او امان الله یاد کړي دي.
د بلوچستان پولیسو رسنیو ته ویلي، چې په برید کې دوه ولسي لارویان هم ژوبل شوي دي.
په سیمه کې ځینو نورو سرچینو ویلي، چې د وژل شويو او ټپيانو شمېر تر دې هم زيات دى.
تر اوسه پورې د دغو بریدونو مسوولیت کومې ډلې په غاړه نه دی اخیستی خو په ياده شوې سيمه کې د بلوڅ بیلتون پاله وسله واله ډله فعاليت لري.
په روان کال کې او په ځانګړي ډول وروستیو څلورو میاشتو کې د پاکستان خیبرپښتونخوا او بلوچستان ایالتونو کې امنیتي وضعیت تر پخوا ډیر ترینګلی شوی، او د سړک غاړې بمونو، وسله والو ډله ییزو بریدونو، ځانمرګو او هدفي وژنو په پایله د پاکستان پوځ ته درنه مرګژوبله اوښتې ده.

نور خبرونه

رادیو