په کورمه ولسوالۍ کې له اوربند سره - سره د روانو نښتو د تلفاتو شمېر ۱۱۱ کسانو ته ورسېد

AP ۱۴۰۳ لیندۍ ۸

د خیبر پښتونخوا په کورمه ولسوالۍ کې د روانو نښتو د تلفاتو شمېر ۱۱۱ کسانو ته ورسېد.
د خراسان ډایري په نوم یوه پاکستاني رسنۍ وايي، چې د خیبر پښتونخوا په کورمه ولسوالۍ کې د اوربند سربېره د شیعه او سوني وګړو ترمنځ لا هم نښتې روانې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې نن د یادې ولسوالۍ د پولیسو مسوولینو بیا ویلي و، چې په روانو نښتو کې ۱۳۸ تنه ټپيان شوي هم دي.
اخوا په کورمه کې د روغتون سرچینو ویلي، چې د شیعه مساپرو پر موټریز کاروان د برید په پېښه کې د وژل شویو کسانو شمېر نن چهارشنبې ۵۲ ته لوړ شو.
دغه نښتې په یاده ولسوالۍ کې تر هغه وروسته پیل شوې دي، چې تېره اونۍ د پنجشنبې په ورځ د شیعه مذهبو په موټریز کاروان چې له پاړه چناره پېښور ته په لاره و، وسله‌وال برید وشو.
د راپورونو له مخې: «اوسمهال د یرغمل شویو کسانو او د جسدونو د تبادلې پر سر د پام وړ اختلافونه شته.»
سرچینې وایي، چې دمګړی د اتو ښځو په ګډون ۱۸ تنه یرغمل شوي دي.
همدارنګه له پاړه چنار څخه سرچینې وايي، چې په کورمه کې د تېرو څو ورځو راهیسې انټرنیټي خدمتونه بند شوي او هلته ټولې تعلیمي ادارې هم تړل شوې دي.
د پاکستاني رسنیو په خبره، له افغانستان سره سوداګري هم د لارو د بندېدو له امله ځنډېدلې ده.
کورمه ولسوالۍ چې شیعه مېشته سیمه ده، وخت ناوخته په کې قومي جګړې رامنځته کېږي.
کارپوهان وایي، چې په پښتونخوا کې د روانې ترهګرۍ تر شا نړۍوال قدرتونه او د هغوی ملاتړ کوونکي دي.
د دوی په خبره، په پاړه چنار کې هڅې روانې دي، چې تاوتریخوالي په مذهبي او فرقه یي جنګ بدل کړي.

نور خبرونه

رادیو