تحریک انصاف: په اسلام اباد کې د تېرې ورځې په لاریونونو کې ۲۰ کسان وژل شوي

AP ۱۴۰۳ لیندۍ ۷

د پاکستان د تحریک انصاف یو جګپوړی غړی سلمان اکرم راجا وایي، چې د تېرې ورځې په لاریونونو کې ۲۰ کسان وژل شوي دي.
نوموړی ادعا کوي، چې په روغتونونو کې د تحریک انصاف ټپي شویو پلویانو ته روغتیایي خدمات نه وړاندې کېږي.

هغه بیا د ټپيانو د کره شمېر په اړه څه نه دي ویلي.
د سلمان اکرم راجا په خبره، د اسلام اباد په روغتونونو کې د امنیتي کمرو ویډیوګانې هم له منځه وړل شوي دي.
د پاکستان د تحریک انصاف ګوند یاد غړی ټينګار کوي، چې د دغه ګوند له خوا د حکومت ضد اعتراضونه به همداراز دوام ولري.
دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر ویلي و، چې د تېرو څو ورځو لاریونونو کې د تحریک انصاف ګوند پلویان نه دي وژل شوي.
نوموړي ویلي: «که د تحریک انصاف پلویان وژل شوي جزیات یې چېرته دي؟ دوی د تېښتې د شرم د پټولو لپاره په روغتونونو کې مړي لټوي.»
اخوا، د پاکستان د تحریک انصاف غړي سلمان اکرم راجا بیا ویلي، چې د وژل شویو کسانو ویډيوګانې او انځورونه لري.
دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې د تحریک انصاف ګوند بل غړي سردار لطیف کهوسه ویلي و، چې د خیبرپښتونخوا سر وزیر د دې ګوند د وژل شویو پلویانو کورنیو ته یو - یو لک کروړه پاکستانۍ روپۍ ورکوي.
نوموړي ویلي، چې د وژل شویو کسانو د قاتلانو په اړه به په خیبر پښتونخوا کې قضیه ثبت کړي، ځکه که په اسلام اباد کې یې ثبت کړي، هېڅوک پرې سر نه ګرځوي.
د یادولو ده، چې تحریک انصاف ګوند غړي او پلویان د اعتراضونو پر دوام او د عمران په خوشې کېدو ټینګار کوي.

نور خبرونه

رادیو