شهباز شريف: د پر امنه اعتراضونو په نوم پر پوليسو او امنیتي کارکوونکو بريدونه کېږي

AP ۱۴۰۳ لیندۍ ۶

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شريف د سرينګر په لويه لار د پي‌ټي‌ای د پلویانو له‌خوا د لاریون پرمهال د څلورو امنیتي کارکوونکو د وژنې پېښې غندنه كړې او سپارښتنه یې کړې، چې په سملاسي توګه دې پېښه کې ښکېل كسان ونیول شي او سزا دې وركړل شي.

د نوموړي د دفتر له‌خوا په خپور شوي بیان کې راغلي، چې د پر امنه اعتراضونو په پلمه پر پوليسو او امنیتي کارکوونکو بريدونه کېږي.
د هغه په وینا، دغه ډله په قصدي توګه قانون پلي کوونکې ادارې په نښه کوي.
هغه زیاته کړې، چې دغه ډله وینه تویول غواړي، نه انقلاب.
هغه ویلي، دا پرامن اعتراض نه؛ بلکې د تاوتریخوالي خورول دي.
له دغې پېښې وروسته جیونیوز د خپلو امنیتي سرچینو په حواله ویلي، چې حکومت اسلام اباد ته پوځ وربللی او په ښار کې یې د بلواګرو د وژنې حکم هم صادر کړی دی.
دغه حکم په داسې حال کې ورکړل شوی، چې د عمران خان د مېرمنې بشرا بي بي په مشرۍ د تحریک انصاف ګوند غړي اسلام اباد ته د لاریون په موخه رسېدلي دي.
ویل کېږي، چې دغه اعتراضي کاروان دمګړۍ د اسلام اباد جي ۹ سیمې ته رسېدلی او هڅه کوي چې ډي چوک ته ځان ورسوي.

نور خبرونه

رادیو