په خوست کې د غلام خان ګمرک مسوولان وایي، چې ۳۶ ټُنه خرابې شوې وریجې یې بېرته پاکستان ته ګرځولي دي.
د طالبانو تر واک لاندې د باختر خبري اژانس راپور ورکړی، چې یاده اندازه وریجې په نباتي افاتو ککړې وې.
دا په داسې حال کې ده، چې د هېواد له بندرونو څخه په وار - وار سلګونه ټنه بې کیفیته توکي بېرته ګرځول شوي او طالبان یې افغانستان ته د واردېدو مخه نیسي.
طالبانو ویلي، چې په ګمرکاتو کې وارداتي توکي ارزوي او بې کیفیته توکي بېرته ګرځوي.
تر دې وړاندې، افغانستان ته د واردېدونکو توکو واردوونکوبیا پر طالبانو نیوکې کړي، چې دغه ډله د سټندردونو او د توکو د ازمایښت لپاره لازمې اسانتیاوې او مسلکي کسان نه لري او د خپلو شخصي سلیقو له مخې پرېکړې کوي.
د افغانستان او پاکستان ترمنځ سوداګریزې اړیکې د دواړو خواوو ترمنځ د سیاسي احتلافونو تر اغېزو لاندې دي.
طالب چارواکي په پاکستان تور پورې کوي، چې د افغانستان د تازه مېوو او سبزیو په وخت کې پر افغان سوداګرو سوداګریزې او ټرانزیټي لارې بندوي.
له دې سره، طالبان د دې لپاره چې پر پاکستان تکیه کمه کړي، د ایران په ګډون یې د سیمې له هېوادونو سره اړیکې پراخې کړي دي.
د یادولو ده، چې د طالبانو تر واک لاندې د سټنډرډ ملي ادارې په خپل کلني راپور کې ویلي، چې په بېلابېلو برخو کې د ۱۱۰ سټنډرډونو ترتیبول، د سټنډرډونو د ترتیب په موخه له نړۍوالو سازمانونو سره د همغږۍ زیاتول، له ترکمنستان، ایران او اوزبیکستان سره د همکارۍ د هوکړه لیکونو لاسلیک کول، د کیفیت د تصدیق پاڼو ورکول، د ادارې د تقنیني سندونو د مسودې وروستي کول، د سټنډرډونو له تطبیق څخه څارنه، د سټنډرډ قانون او میټرولوژي قانون وروستي کول؛ په روان کال کې د دې ادارې مهم لومړیتوبونه دي.
دغې ادارې په وار - وار له ټولو ګاونډیو هېوادونو غوښتي، چې افغانستان دې د خپلو با کیفیته توکو بازار وګرځوي.