ډان ورځپاڼه: تېر ۲۴ ساعتونه په خیبر پښتونخوا کې ۱۹ تنه امنیتي ځواکونه وژل شوي دي

۳ ورځې مخکې

د پاکستان ډاڼ ورځپاڼې راپور ورکړی، چې دغه امنیتي ځواکونه په دوو جلا، جلا پېښو کې وژل شوي.
د راپور له مخې، د پوځ د رسنیو دفتر په رسمي ډول د وژل شویو کسانو شمېر نه دی تایید کړی؛ خو رسمي سرچینو منلې، چې یاد شمېر امنیتي ځواکونه په تېراه او بنو کې وژل شوي دي.

ډاڼ ورځپاڼې د پاکستان په خیبر پښتونخوا ایالت کې د ناکراریو په تړاو په خپل وروستې راپور کې چې د چهار شنبې په ورځ د (لړم ۳۰ مه) یې خپور کړی ویلي، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په دغه ایالت کې په دوو جلا، جلا پېښو کې ۱۹ پاکستاني سرتېري وژل شوي دي.
دغې ورځپاڼې د خپلو سرچینو په حواله لیکلي، چې د بنو سيمې په جاني خېل سيمه کې پر یوه امنیتي پوسته د ځانمرګي برید په پایله کې ۱۱ امنیتي سرتېري وژل شوي او دوه تنه نور ټپیان شوي دي.
د دغو ټپيانو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ ښودل شوى دى.
همدارنګه د ورځپاڼې د راپور له مخې، په تېراه دره کې د وسله‌والو مخالفینو سره په نښته کې هم اته پاکستاني پوځیان وژل شوي او درې تنه نور ټپیان شوي دي.
دغه برید د تیراه درې د باغ میدان په سیمه کې د امنیتي ځواکونو پر یوه پوسته شوی.
د پاکستان پوځ په رسمي ډول د وژل شویو شمېر نه دی تایید کړی؛ خو وايي، د سې شنبې په ورځ ۹ تنه وسله‌وال مخالفین د امنیتي ځواکونو له‌خوا وژل شوي دي.
په دغه راپور کې ویل شوي، د بنو په څېر په یو شمېر نورو سیمو کې ناکرارۍ ډېرې شوې دي.
په راپور کې دا رنګه راغلي، چې د تېرې یکشنبې په ورځ د شمالي وزيرستان سره نږدې په یوه سیمه کې شپږ تنه پولیس وتښتول شول، چې وروسته د قبایلي مشرانو په منځګړیتوب راخوشې کړل شول.
په دې ورستیو کې د پاکستان په خیر پښتونخوا او بلوچستان ایالت کې پر پاکستاني پوځیانو بریدونه خورا زیات شوي.
په یادو ایالتونو کې ډېری وخت د ناامنیو د مخنیوي په موخه د سیمې خلک پراخ لاریونونه هم کوي.

نور خبرونه

رادیو