د متحده عربي اماراتو په زندانونو کې د بېلابېلو جرمونو په تور پنځه زره او ۲۹۲ پاکستاني وګړي بندیان دي.
رسنیو په عربي اماراتو کې د پاکستان سفارت د چارواکو له قوله ویلي، دغه پاکستانیان په غلا، زنا، قتل، درغلیو، نشهيي توکو، تښتونو او ورته جرمونو په تور نیول شوي.
عربي اماراتو کې د پاکستان د سفارت په اسنادو کې راغلي چې پنځه زره او ۲۹۲ پاکستانيان دا مهال په متحده عربي اماراتو کې د بېلابېلو جرمونو په تور بندیان دي، چې دوه زره او ۴۷۰ پاکستانيان د نشهيي توکو او ۷۰۴ د غلا په تور بنديان دي.
د دغو اسنادو له مخې، ۵۲ تنه په ناقانونه ډول متحده عربي اماراتو ته د ننوتلو، ۱۷۱ په ناقانونه توګه د استوګنې، ۶۹ د سمندري غلو، ۱۴۷ د قتل، ۳۶ د درغلیو، ۳۲ د پیسو سپینولو، ۲۱ تنه د تښتونې او ۵۳ تنه د جنسي ځورونې په تور بندیان شوي دي.
پاکستاني رسنیو د پاتې نورو زندانیانو د جرمونو په اړه معلومات نه دي ورکړي.
دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ پر پاکستانيانو د متحده عربي اماراتو له لوري د ويزو بنديز لګول شوی او لاملونه یې هم په هغه هیواد کې ناقانونه کړنې او جرمونه په ګوته شوي.
کابو درې میاشتې وړاندې د پاکستان د قومي اسمبلۍ له لوري داسې سندونه خپاره شول، چې په کې ویل شوي و د نړۍ په ۸۸ هېوادونو کې ۲۰ زره پاکستانیان بندیان دي چې ۸۵ هغه یې په افغانستان کې بندیان دي.
د پاکستان جیونیوز د راپور له مخې په دغو پاکستاني بندیانو کې پر ۶۸ کسانو یې د اعدام حکم هم صادر شوی، چې دوی د ترهګرۍ، قتل او نشهیي توکو د قاچاقو په تور په اعدام محکوم شوي وو.