پاکستاني چارواکو د چهارشنبې په ورځ په خیبرپښتونخوا کې پر یوې امنیتي پوستې د پاکستاني طالبانو له خوا له چاودېدونکو توکو ډک د موټر بم برید کې د ۱۲ پوځيانو د وژل کېدو او د یو شمېر نورو د ټپي کېدو خبر ورکړ.
د چارواکو په خبره، په دې پېښه کې شپږ پاکستاني طالبان هم وژل شوي دي.
د پاکستان د پوځ په بیانیه کې راغلي: «ترهګر هغه وخت ووژل شول، چې غوښتل یې پوستې ته ننوځي خو د امنیتي ځواکونو له خوا یې چې مخه ونیول شول له چاودېدونکو توکو ډک موټر ته یې چاودنه ورکړه.»
د خیبرپشتونخوا ایالت د پاکستان له شمال لوېدیځ څخه له افغانستان سره ګډه پوله لري او د پاکستاني طالبانو او نورو ترهګرو ډلو د فعالیتونو اصلي سیمه بلل کېږي.
دا په داسې حال کې ده، چې د پاکستان ډاڼ ورځپاڼې په خیبر پښتونخوا ایالت کې د ناکراریو په تړاو په خپل وروستې راپور کې چې د چهار شنبې په ورځ د (لړم ۳۰ مه) یې خپور کړی ویلي، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په دغه ایالت کې په دوو جلا - جلا پېښو کې ۱۹ پاکستاني سرتېري وژل شوي دي.
په دې ورستیو کې د پاکستان په خیر پښتونخوا او بلوچستان ایالت کې پر پاکستاني پوځیانو بریدونه خورا زیات شوي دي.
د یادولو ده، چې د پاکستان حکومت بیا په ځلونو پر افغان طالبانو تور پورې کړی، چې د پاکستاني طالبانو په ګډون یې یو شمېر ترهګرو ډلو ته د افغانستان په خاوره کې امن ځای ورکړی دی، خو طالبانو بیا ادعاوې تل رد کړي دي.
په یادو ایالتونو کې ډېری وخت د ناامنیو د مخنیوي په موخه د سیمې خلک پراخ لاریونونه هم کوي.