سراج: پاکستان کې د ترهګریزو بریدونو ډېرېدل ترهګرۍ ته د ودې ورکولو پایله ده

پرون

د افغانستان د ملي امنیت پخوانی مشر وایي، چې په پاکستان کې د ترهګریزو بریدونو کچه زیاته شوې او تر دې یې هم د زیاتېدو احتمال شته.

نوموړي په خپل اېکس کې لیکلي، چې تر دې وړاندې د دې وضعیت تمه کېده.

هغه زیاته کړه، چې پاکستان ته د ترهګرۍ د ودې او د سیاسي موخو لپاره د یوې ستراتیژیکې وسلې په توګه د کارولو د پایلو په اړه خبرداری ورکړل شوی و، خو دوی له پامه وغورځاوه.

ښاغلي سراج وویل: «تر هغه چې د ترهګرۍ د قوماندې او کنټرول مرکز په افغانستان کې وي، د پاکستان په ګډون سیمه نه باید د کوم توپیر په تمه وي.»

د راپورونو له مخې، په دې ورستیو کې د خیبر پښتونخوا او بلوچستان ایالتونو په ګډون د پاکستان په بېلابېلو سیمو کې پر پاکستاني پوځیانو بریدونه خورا زیات شوي دي.

پاکستان تل افغان طالبان ټي ټي پي ته د پناه ورکولو او د هغوې په ملاتړ تورن کړي دي.

واشنګټن هم له طالبانو غوښتي، چې په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د زیاتېدونکي فعالیت په اړه ځواب ورکړي.

طالبانو په وار - وار د تحریک طالبان پاکستان په ګډون وسله والو ډلو ته د پناه ورکولو او د نورو هېوادونو په ځانګړې توګه پاکستان امنیت او خاورې ته د افغانستان له اړخه ګواښونه رد کړي دي.

تازه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند له افغانستان څخه د پاکستان د امنیتي اندېښنو په تړاو ویلي، چې واشنګټن د ترهګرو ډلو له ګواښونو سره د مقابلې لپاره د پاکستان د وړتیا په لوړولو کې همکاري کوي.

متیو میلر ویلي، چې امریکا له اسلام اباد سره په ترهګرۍ ضد جگړه کې دوه اړخیزه ملګرتیا لري.

دا په داسې حال کې ده، چې د پاکستان ډان ورځپاڼې نن په یوه راپور کې ویلي و، چې په تېرو څلوریشتو ساعتونو کې د خیبر پښتونخوا په بېلابېلو سیمو کې ۱۹ پاکستاني پوځيان د ترهګرو په بریدونو کې وژل شوي دي.

نور خبرونه

رادیو