په بلوچستان او خیبر پښتونخوا کې د نا امنیو له زیاتېدو سره سم د پاکستان دولتي عالي کمېټې د سې شنبه په ورځ په بلوچستان کې د پراخو پوځي عملیاتو طرحه تصویب کړه.
دغې کمېټې وویل، چې د بهرنيو هېوادونو جنګیالي د پاکستان د اقتصادي پرمختګ مخه نيسي.
د دغو عملیاتو طرحه په داسې حال کې تصویب کېږي، چې په بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د جنګیالیو بریدونه د پام وړ زیاتې شوې دي.
د روانې میاشتې په پیل کې په کویټه کې د اورګاډي په تمځای کې د یوه ځانمرګي برید په پایله کې د پاکستان د ۱۶ پوځیانو په ګډون ۲۶ کسان ووژل شول او ۶۱ نور ټپيان شول.
د دې برید مسوولیت د بلوچستان ازادي غوښتونکو ځواکونو پر غاړه واخیسته.
د پاکستان دولتي عالي کمېټه چې د دې هېواد له پوځي او ملکي چارواکو څخه جوړه ده وویل، چې بهرنیو هېوادونو ترهګر د پاکستان امنیتي ځواکونه او چینایان په نښه کوي او د دې هېواد د اقتصادي پرمختګ مخه نیسي.
پاکستان په ځلونو په هند تور پورې کړی، چې په بلوچستان کې د بېلتون غوښتونکو ترهګرو ملاتړ کوي.
د پاکستان د لومړي وزیر دفتر د سې شنبه په ورځ اعلان وکړ، چې په دې ناسته کې د یوه منسجم ملي روایت پر جوړېدو او دغه راز د عزم استحکام د عملیاتو په چوکاټ کې د ترهګرو ضد ملي کمپاین لپاره پر سیاسي ملاتړ ټينګار وشو.
د پاکستان د پوځ مشر جنرال عاصم منیر بیا اعلان وکړ، چې د ملي امنیت پروړاندې ټول ګواښونه به له منځه یوسي.
نوموړي خبرداری ورکړ: «هر هغه کس چې د پاکستان د امنیت پروړاندې خنډ جوړېږي او یا وغواړي زمونږ دنده له ستونزو سره مخ کړي، د خپلو اقداماتو له پایلو سره به مخ شي.»
جنرال منیر زیاته کړه: «هر پاکستاني وګړی چې څه په پوځي جامو کې وي او که په ملکي جامو کې، د ترهګرو پروړاندې یو عسکر دی.»
اخوا د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف بیا د دې هېواد له ټولو سیاسي مشرانو وغوښتل، چې له فډرالي دولت سره همکاري وکړي او د اقتصادي ستونزو په حل کې مرسته وکړي.
نوموړي ټینګار وکړ، چې د پاکستان اقتصادي وضعیت ښه والی د دې هېواد په سیاسي او مالي ثبات پورې تړلی دی.
شریف زیاته کړه: «په هېواد کې سوله او ټيکاو د ترهګرۍ د رېښو په له منځه وړلو پورې اړوند دی.»
دا په داسې حال کې ده، چې پاکستان په وروستیو کلونو کې په بې سارې توګه له امنیتي ناورین سره مخ دی.
د بلوچستان د ازادۍ غوښتونکي غورځنګ او د تحریک طالبان پاکستان بریدونو بلوچستان او خیبرپښتونخوا ناامنه کړې ده.