د خیبرپښتونخوا په پاړه چنار کې د روان کړکېچ له امله د درېیو ورځو لپاره ټول ښوونځي وتړل شول

AP ۱۴۰۳ لړم ۸

د پاړه چنار او پېښور تر منځ لاره د تېرو ۱۸ ورځو راهیسې د هر ډول تګ راتګ لپاره تړل شوې او د هغې سیمې اوسېدونکي د خوراکي توکو، درملو او تېلو د نشتوالي سره مخامخ شوي دي.

د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، د خیبر پښتونخوا د پاړه چنار او پيښور ترمنځ عمومي لاري د بندیدو نن سه شنبه اتل ورځې پوره شوې.

د ځايي خبریالانو د معلوماتو له مخې په سیمه کې د خوراکي توکو، درملو او تېلو د کمښت له امله هلته د درېیو ورځو لپاره ټول ښوونځي رخصت کړل شوي دي.

د پيښور او پاړه چنار ترمنځ عمومي لاره په پاړه چنار کې د ملکي وګړو پر موټر له ډزو وروسته چې ۱۶ کسان په کې ووژل شول تړل شوې ده.

ځايي خبریالان وايي، د پاړه چنار په روغتونونو کې د درملو د کمښت له امله تر دې مهاله ۱۱ کسان مړه شوي دي.

د معلوماتو له مخې په مړه شویو کسانو کې اته ماشومان هم شامل دي.

په پاړه چنار کې د مذهبي شخړو د هواری او اوربند لپاره د قبایلي جرګي هڅي هم ناکامې شوې دي.

دغه سیمه د سني او شیعه مذهبو ترمنخ د وسله وال تاوتریخوالي له امله سخته نا امنه ده، خو د پاکستان حکومت تردې مهاله په یاده سیمه کې د دغو مذهبي شخړو په ارامولو کې پاتې راغلی.

نور خبرونه

رادیو