د عمران خان مېرمن بشرا بي بي د پاکستان تحریک انصاف ګوند پلویانو ته په وینا کې وویل، چې لاریونونه به تر هغه وخته روان وي، چې عمران خان له زندانه نه وي راخوشې شوی.
هغې په لاریونونو کې د ګډون لپاره له خلکو د ملاتړ غوښتنه هم وکړه.
د پاکستان د پخواني لومړي وزیر عمران خان د ګوند غړي او پلویان په سختو امنیتي تدابیرو سربېره د اسلام اباد «ډي چوک» ته د رسېدو په هڅه کې دي.
اسلام اباد ته د پاکستان له بېلابېلو سیمو څخه د زرګونو لاریونیو د کاروانونو د مخنیوي په موخه ټولې لارې او سړکونه د پولیسو له لوري تړل شوي دي.
د دغو لاریونیو سره د عمران خان مېرمن بشرا بي بي هم ملتیا کوي.
بشرا بي بي اسلام اباد ته نږدي پر موټروې د هزاره انټرچینج په سیمه کې د تحریک انصاف ګوند پلویانو ته په وینا کې وویل، چې «تر څو چې عمران خان له موږ سره نه وي یو ځای شوی، تر هغو به لاریونونه روان ولري.»
نوموړې زیاته کړه: «زما بچیانو او زما وروڼو، تر څو چې خان له موږ سره نه وي یو ځای شوی، موږ به تر هغو پورې دغه لاریونونه نه ختموو، زه خپله تر وروستیو سګلیو په لاریون کې دریږم.»
د ښاغلي خان مېرمن وايي، زما د خاوند لپاره نه بلکي د هېواد د مشر لپاره دې د نوموړي ملاتړ وکړي.
بشرا بي بي وویل: «تاسو زما ملاتړ وکړئ، که څوک ملاتړ هم نه کوي بیا هم زه مبارزه کوم. دا یوازي زما د خاوند مسله نه ده، بلکې د دغه هېواد د رهبر مسله ده. او زه دا باور لرم چې پښتانه غیرتي قوم دی او تر اخیره موږ یوازې نه پریږدي.»
بل خوا نن سهار د اسلام اباد اړوند د ټېسکلا د پولیسو په مرکز کې د د عمران خان، د نوموړي د مېرمنې بشرا بي بي، د هغې د خور علیمه خان او د خیبر پښتونخوا د مشر وزیر علي امین ګنډاپور او د ګوند پر یو شمیر نورو غړو د ترهګرۍ ضد قصیې ثبتې شوې دي.
له زندان څخه د عمران خان د راخوشې کېدو په موخه د تحریک انصاف ګوند پلویانو د تېرې ورځې راهیسې لاریونونه پیل کړي دي.
حکومت اسلام اباد ته د لاریونوالو د ننوتلو د مخنیوي په موخه ټولې لارې او سړکونه بند کړي او په اسلام اباد او شاوخوا سیمو کې یې د عمران خان لسګونه پلویان نیولي او بندیان کړي دي.