د م.م کډوالو ادارې په پاکستان کې له افغان کډوالو غوښتي چې سیاسي فعالیتونو کې برخه وانخلي

۸ ساعتونه مخکې

په پاکستان کې د عمران خان د پلویانو له خوا د حکومت ضد پراخو لاريونونو له پیلېدو سره د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې له افغان کډوالو غوښتي، چې په سیاسي فعالیتونو کې له ګډون ډډه وکړي.

دغه سازمان له افغان کډوالو وغوښتل، چې د پاکستان قوانینو او مقرراتو ته درناوی وکړي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې (UNHCR) د یکشنبې په ورځ (د ليندۍ ۴ مه) د خپل وټساپ له لارې په يوه پیغام کې خبر ورکړی: «یو این ایچ سي آر کډوالو ته یادونه کوي، چې د کوربه هیواد په وړاندې له سیاسي فعالیتونو ډډه وکړي.»

دغه سازمان ټینګار کړی، چې د لاریونونو پر مهال عامه شتمنیو ته د زیان رسولو په ګډون ځینې سیاسي فعالیتونه جرمي عمل ګڼل کېدای شي.

د دغه سازمان په پیغام کې راغلي، چې دا ډول کړنې په پاکستان کې د مېشتو افغانانو پر عامه افکارو منفي او مستقیم اغېز لرلی شي.

ملګرو ملتونو په پاکستان کې له مېشتو افغانانو غوښتي، چې د خپل ځان او کورنۍ د خوندي ساتلو لپاره دې له «نامناسب» چلنده ډډه وکړي.

دا غوښتنه په داسې حال کې شوې، چې د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې د تحریک انصاف ګوند د زنداني شوي مشر عمران خان د پلویانو له خوا د حکومت پر ضد پراخ لاریونونه پیل شوي دي.

عمران خان په هیواد کې دننه او بهر له خپلو پلویانو غوښتي، چې د یکشنبې په ورځ په دغو لاریونونو کې برخه واخلي.

تر دې مخکې د پاکستان د ترهګرۍ ضد مرکز خبرداری ورکړی و، چې ښايي د تحریک انصاف د پلویانو غونډې د «ترهګریزو» بریدونو له لارې په نښه شي.

نور خبرونه

رادیو