د بلوچستان په کوټه کې ځایي سیاسي ګوندونو او عامو خلکو له لوري په دغه ښار کې د یوه لس کلن ماشوم د تښتونې په غبرګون له تېرو لسو ورځو راهیسي پرلت دوام لري.
د مصور خان په نوم لس کلن ماشوم لس ورځې وړاندې د نامعلومو کسانو له لوري تښتول شوی دی.
د پاکستان د بلوچستان ایالت په مرکز کوټه ښار کې لس ورځې مخکې یو لس کلن ماشوم ښوونځي ته پر لاره د نامعلومو کسانو له لوري وتښتول شو.
د یاد ماشوم له تښتولو وروسته په کوټه ښار کې د سیاسي ګوندونو، عامو خلکو په ګډون د ښوونځیو زده کوونکو پرلت وواهه.
پرلت د کوټې په ښار کې د محکمې، د والي د کور او قومي اسامبلۍ مخې ته وهل شوی دی.
خو د لسو ورځو په تېریدو سره لا هم ځايي امنیتي چارواکي د لس کلن زده کوونکي په پیدا کېدو کې پاتې راغلي.
نن دوشنبه د (لیندۍ پنځمه) د پرلت والو په غوښتنه په بلوچستان ایالت کې کاربندیز اعلان شوی او ورسره سم ټول ښوونځي هم له نن ورځې لپاره رخصت کړل شوي دي.
د تښتول شوي ماشوم پلار محمد رضا کاکړ وايي، د لسو ورځو په تېریدو سره لا هم د ځايي امنیتي چارواکو له لوري د نوموړي د زوی د پیدا کېدو په اړه کوم مثبت ګام نه دی پورته شوی.
پرلت کوونکي د مصور په پیدا کولو کې حکومت او ځايي امنیتي چارواکي په ناغیړۍ تورنوي او وايي، که دغه ماشوم د تښتونکو له منګولو راخوشې نه شي په بلوچستان ایالت کې به پراخ لاریونونه او د لارو بندول پیل کړي.