خواجه اصف وايي، له عمران خان سره اوس هیڅ ډول خبرې اترې نه کوو

۳ ساعتونه مخکې

د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف ویلي، چې له تحریک انصاف سره به نور مذاکرات نه کوي.

دغه پاکستاني چارواکي ویلي، چې اسلام اباد ته د تحریک انصاف ګوند د کاروانونو په راتګ کې کومه ستونزه نه لري خو د امن ګډوډونکو مخه به نیسي.

د پاکستان تحریک انصاف ګوند لکونه غړي او پلویان د دغه هیواد له بیلابیلو سیمو څخه تیره ورځ یکشنبه د اسلام اباد په لور د اعتراضي لاریون کولو په موخه خوځېدلي او نن دوشنبه د اسلام اباد څنډو ته رسیدلي دي.

د پاکستان د دفاع وزير خواجه اصف اسلام اباد کې له رسنیو سره په کې ويلي، چې د ټوپک په زور له هيچا سره خبرې اترې نه کوي.

هغه وايي، له دې وروسته د عمران خان له ګوند سره هیڅ ډول خبرې اترې نه کوي.

خواجه اصف وویل چې د اسلام اباد په لور د کاروانونو په راتګ کې کومه ستونزه نه لري. او وايي چې، علي امين ګنډاپور مخکې هم راغلى و او اوس بیا اسلام اباد ته پر لاره دی.

ښاغلي اصف په کورمه کې د وروستیو ناکراریو له امله د خیبرپښتونخوا سر وزیر علي امین ګنډاپور ته په اشارې وويل «څوک چې د صوبې خلکو ته انصاف نه شي ورکولی هغه به مذاکرات څنګه وکړای شي؟ د قانون او نظم رامنځته کول د صوبايي حکومت دنده ده.»

خواجه اصف وویل چې د علي امین ګنډاپور په څیر خلک هیڅ د اعتبار وړ نه دي.

د تحریک انصاف ګوند غړو تر دې وړاندې ویلي وو، چې د نومبر په ۲۴م به په اسلام اباد کې د عمران خان د خوشې کېدو په موخه اعتراضي لاریون کوي او تر هغه به بیرته نه ګرځي چې حکومت عمران خان نه وي خوشې کړی.

دا مهال د پاکستان په ډیرو سیمو کې اسلام اباد ته غځېدلې لارې او بازارونه تړلي دي او په اسلام اباد کې بیړنی حالت اعلان شوی دی.

نور خبرونه

رادیو