د عمران خان د پلویانو کاروانونه اسلام اباد ته نږدې شوي، خو پولیس یې مخه نیسي

۴ ساعتونه مخکې

د تحریک انصاف ګوند وايي، چې د پاکستان له بېلابېلو سیمو یې لوی کاروانونه د اسلام اباد په لور د لاریون په موخه روان شوي.

خو د اسلام اباد د پولیسو مشر وايي، چې په پلازمېنه کې د ګډوډیو جوړونکي به نیسي او قانوني چلند به ورسره وکړي.

عمران خان خپلو پلویانو ته ویلي، چې د نوموړي د راخوشي کېدو په موخه دې لاریونونه وکړي.

د دغه لاریون لپاره نن یکشنبې د نومبر ۲۴مه ورځ ټاکل شوې ده.

د پاکستان د تحریک انصاف ګوند له لوري پر ټولنیزو رسنیو د لویو موټریزو کاروانونو انځورونه او ویډیوګانې خپریږي، چې د پاکستان د بېلابېلو سیمو څخه د اسلام اباد په لور روان دي.

بل خوا د پاکستان جیونیوز د اسلام اباد د پولیسو د مشر علي ناصر رضوي له قوله راپور ورکړی، او نوموړي ویلي، چې د پلازمېنې د امنیت له ګډوډونکو سره هیڅ ډول جوړجاړی نه کوي او د هغو کسانو په وړاندې به سختې قضیې ثبت کړي، چې قانون تر پښو لاندې کوي.

نوموړي زياته کړې، چې د خلکو د ژوند او مال د خونديتوب په موخه په ښار کې کلک امنيتي تدابير نيول شوي، د اوس لپاره د تګ راتګ په وړاندې خنډونه شته، خو ډير ژر به د خلکو تګ راتګ په ښار کې ډاډمن شي.

همدارنګه مرکزي حکومت د خیبرپښتونخوا، کشمیر او پنجاب له لوري اسلام اباد ته غځېدلې ټولې لارې د کانټینرونو او ځینې لارې یې په کندو کېندلو بندي کړې دي.

د راپورونو له مخې، پولیسو تردې مهاله په راولپنډۍ کې د عمران خان شاوخوا لس پلویان نیولي دي.

د اسلام اباد پولیس وايي، هره هغه څوک به زندان ته واچوي، چې په ښار کې کډوډي جوړوي او یا هم د تحریک انصاف په لاریون کې برخه اخلي.

نور خبرونه

رادیو