د خیبر پښتونخوا سر وزیر علي امین ګنډا پور په یوه ویډیويي پیغام کې د پاکستان مرکزي حکومت ته خبرداری ورکړی او ویلي دي، چې:«که په زندان کې عمران خان د کوم څه په اړه شکایت ولري او له سمو امکاناتو برخمن نه شي؛ نو په ټول هېواد کې به هر څه په ټپه ودروم.»
نډا پور دغه څرګندوني له هغه وروسته کړې، چې د عمران خان کورنۍ له نوموړي سره په زندان کې تر لیدنې وروسته ویلي، چې عمران خان په زندان کې، د بریښنا د پرې کېدو، سمو خوړو د نشتوالي او په زندان کې د نوموړي د حقونو نه ورکولو په اړه شکایت کړی دی.
د خیبر پښتونخوا سر وزیر علي امین ګنډا پور په زندان کې عمران خان ته امکاناتو د کموالي او نشتوالي په غبرګون کې په خپر شوې ویډیو کې وایی:«فدرالي حکومت او د پنجاب حکومت له عمران خان سره سم چلند نه کوي، پر هغه یې بریښنا بنده کړې، هغه ته په منظم ډول ډوډۍ نه ورکول کیږي او په زندان کې چې د نوموړي کوم حقوق دي هغه نه ورکول کیږي.»
نوموړی د پاکستان مرکزي حکومت ته خبرداری ورکړی او وايي:« زه تاسو ته اخطار درکوم، که له دې وروسته موږ ته د خان صاحب سره د ملاقاتونو په برخه کې کوم بندیز ولګول شي، یا د خان صاحب د خوړو په اړه کوم شکایت راورسیږي او یا پر هغه د بریښنا د پرې کېدو په اړه کوم شکایت راورسیږي نو ټول قوم دي بیا چمتو اوسي چې موږ په ټول هېواد کې هر څه بندوو.»
نوموړی وايي، د پاکستان مرکزي حکومت په زندان کې زموږ د ګوند پر مشران په فشار راوړلو سره موږ مجبوروي، چې په ټول هېود کې لاریونونه وکړو.
پاکستاني رسنیو ویلي، چې علي امین ګنډا پور د راتلونکي میاشتې په لومړیو ورځو کې په پيښور کې د یوې سترې جلسې د جوړیدو امر هم کړی دی.