په کورمه او وزیرستان کې د دوو پاکستاني عسکرو په ګډون شپږ تنه ولسي وګړي وژل شوي

AP ۱۴۰۳ لړم ۷

د خیبرپښتونخوا کورمې په چارخيل سيمه کې د پاکستان پوله ساتو ځواکونو پر کاروان بريد شوی چې له امله یې دوه عسکر وژل شوي او په سيمه کې جګړه روانه ده.

په سوېلي وزیرستان کې بیا وسله والو څلور ولسي وکړي په ډزو وژلي.

له خیبرپښتونخوا څخه سرچینو افغانستان انټرنشنل پښتو ته نن دوشنبه د (لړم اومه) وويل چې د خیبرپښتونخوا کورمې ولسوالۍ په چارخيل سيمه کې د پاکستان پوله ساتو ځواکونو پر کاروان بريد شوی چې په پایله کې دوه عسکر وژل شوي او په سيمه کې جګړه روانه ده.

تر اوسه پورې پاکستاني امنیتي سرچینو په اړه رسمي څه نه دي ويلي.

ها خوا په سوېلي وزيرستان تيرازه سيمه کې وسلوالو څلور ولسي کسانپه ډزو وژلي او وسله وال له سیمې تښتېدلي دي.

په سيمه کې ځايي پوليس مشر فرمان الله وردګ وايي، چې دغه کسان د شپې هغه مهال وسله والو ووژل چې واڼه بازار ته پر لاره وو.

د دغو دواړو پېښو په اړه وسله والو ډلو څه نه دي ويلي.

په سیمه کې خبریال لال وزیر وايي، چې په دې وروستیو کې په قبایلي سیمو د وسله والو له لوري جګړې، چاودنې او پر ولسي خلکو بریدونه زیات شوي او حکومت یې په مخنیوي کې پاتې راغلی.

په دې ورستيو کې د خیبرپښتونخوا په کورمه، لکي مروت، ډیره اسماعیل خان، لوی وزیرستان، ټانګ، بنو او یو شمېر نورو سیمو کې امنیتي حالت تر پخوا زیات ترینګلی شوی او د ډیرو بریدونو مسوول هم نه دی څرګند چې څوک یې کوي.

تېره ورځ د پاکستان حکومت د یو شمېر قبایلي سیمو په اړه خپلو کارکونکو ته د یوه رسمي لیک لارې سپارښتنه کړې چې له بې ضرورته سفرونو دې په دغو سیمو کې ډډه وکړي.

نور خبرونه

رادیو