په پاکستان کې د پولیو د تازه څلور پېښو په ثبتېدو په دغه هېواد کې په روان کال کې د پولیو د پېښو شمېر ۳۷ ته لوړ شو.
د دغو تازه څلورو پېښو له ډلې درې په بلوچستان کې او یوه یې په خېبر پښتونخوا کې ثبت شوې ده.
په پاکستان کې د پولیو سره د مبارزې دفتر وايي، له دغې ډلې یوه ماشومه په پښين کې، د بلوچستان په چمن او نوشکي کې دوه هلکان او د خیبر پښتونخوا په لکي مروت کې هم يوه نجلۍ په پولیو اخته شوې ده.
روان کال په بلوچستان کې د پولیو ۲۰ پېښې، په سند کې ۱۰ پېښې، په خیبرپښتونخوا کې ۵ پېښې او په پنجاب او اسلام اباد کې بیا یوه، یوه پېښه راپور شوې ده.
په روان کال کې په نوشکي او لکي مروت کې دا د پولیو لومړنۍ پېښې وې، چې تېره ورځ ثبتې شوې؛ خو په چمن او پښین کې بیا تر دې مخکې هم د پولیو یوه، یوه پېښه راپور شوې وه.
له بل پلوه د پاکستان حکومت اعلان کړی، چې په ټول هېواد کې به د پوليو واکسين کمپاين د اکتوبر په ۲۸مه پيل شي او له پنځو کلونو کم عمره ۴۵ مېليونه ماشومانو ته به د پولیو ضد واکسین تطبیق شي.