میا افتخار حسین: په پښتونخوا کې ترهګري د يو منظم توافق له مخې کېږي

۲ ساعتونه مخکې

د عوامي نېشنل ګوند ایالتي مشر ميا افتخار حسين وایی، چې په پښتونخوا کې ترهګري د يو منظم توافق له مخې کېږي.
نوموړي دغه څرګندونې تر هغه وروسته وکړې، چې یاد ګوند نن په ټول ایالت کې د پاړه چنار پېښې او د ترهګرۍ پرله پسې پېښو پرضد د تورې ورځې په نوم ونماځله.

میا افتخار حسین وایي، چې په پښتونخوا کې د روانې ترهګرۍ تر شا نړۍوال قدرتونه او د هغوی ملاتړ کوونکي دي.
ښاغلی حسین دغه راز زیاتوي، چې په پاړه چنار کې هڅې روانې دي، چې تاوتریخوالي په مذهبي او فرقه یي جنګ بدل کړي.
د عوامي نېشنل ګوند ایالتي مشر وایي، چې په پاړه چنار کې د روانو ناخوالو اصلي موخه دا ده، چې له دې سیمې خلک و اېستل شي او پر ځای یې ترهګر مېشت شي.
نوموړی وایی:«په کورمه کې د مسافرو د کاروان امنیت د چا په غاړه و؟ هغه کسان چې بې ګناه او عام خلک په نښه کوي په هېڅ صورت د انسان د نوم د خطاب وړ نه دي. عوامي نېشنل ګوند پاړا چنار کې د ټولو پېښو په کلکه غندنه کوي او دا پوښتنه هم کوي، چې ولې تر اوسه په دې پېښو کې د ښکېلو کسانو پر ضد کوم اقدام نه دی شوی؟»
د ښاغلي حسین په خبره، ټول پښتانه باید له روانې ترهګرۍ سره مبارزه وکړي.
نوموړي ویلي: "که په پاړه چنار کې د مذهبي او فرقه یي تاوتریخوالي مخه ونه نیول شي، نو دا تاوتریخوالي به د خیبر پښتونخوا ټولو سیمو ته وغځېږي."
د عوامي نیشنل ګوند دغه ایالتي مشر همداراز زیاتوي، چې اوسنۍ نا امنۍ د جنرال فیض له خوا د شوې هوکړې پایله ده.
د میا افتخار حسین په وینا، جنرال فیض باید له ترهګرو سره د چلند په تور محاکمه شي او د هغه ټولو ملګرو ته باید د دغه ناوړه جنایت په خاطر سخته سزا ورکړل شي.
نوموړي دغه څرګندونې په داسې حال کې کړي، چې د خیبر پښتونخوا په کورمې ولسوالۍ کې تېره اونۍ د پنجشنبې په ورځ د شیعه مذهبو په موټریز کاروان چې له پاړه چناره پېښور ته په لاره و، وسله‌وال برید وشو.
په دغه برید کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۴۵ کسان ووژل شول او شاوخوا همدومره نور ټپیان شوي دي.
دا برید له پراخو غبرګونونو سره مخ شوی دی.
د دغې پېښې مسووليت تر اوسه کومې ډلې پر غاړه نه دی اخيستی؛ خو په کورمې ولسوالۍ کې له ډېر وخت راهیسې د شيعه او سوني مذهبو تر منځ جګړه روانه ده، چې دواړو لوريو ته په کې تر اوسه د سر او مال درانه زیانونه اوښتي دي.

نور خبرونه

رادیو