د پاکستان تحریک انصاف ګوند سیاسي کمیټې په قانون کې د بدلون راوستو پر ضد سبا جمعه د (تلې ۲۷مه) په ټول پاکستان کې د لاریونونو اعلان وکړ.
د عمران خان ګوند په خپلو پلويانو غږ کړی چې په لاریونونو کې پراخ ګډون وکړي.
د تحريک انصاف سياسي کميټې ټولو مرکزي زونونو او سيمه یيزو ادارو ته سپارښتنه کړې چې سبا د جمعې له لمانځه وروسته دې په اړوندو زونونو او ولسوالیو کې سوله ییز لاریونونه وکړي.
د پي ټي ای د سياسي کميټې د بيان له مخې د خيبرپښتونخوا سر وزير علي امين ګنډاپور په قانون کې د بدلون راوستل د دغه ګوند پر خلاف دسیسه بللې او ویلي یې دي چې د پاکستان حکومت په بندي کېدو سربیره اوس په قانون کې د بدلون په راوستو سره دوی نور هم څنډې ته کوي.
د تېرې دوشنبې په ورځ د پاکستان جمعیت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمان د خپلو لسګونو زرو پلویانو تر منځ د دغه هیواد په میرپور خاص ولسوالۍ کې د یوې غونډې پر مهال د پاکستان پوځ او حکومت تورن کړل چې د دغه هیواد په قانون کې د بدلون په راوستو غواړي قومونه سره وویشي.
هغه دغې غونډې ته د وینا پر مهال پوځ ته په اشارې وويل: «که د پاکستان له قومي اسمبلۍ څخه خپل واړه واکمن ونه باسې نو موږ به یې په اړه خپله ګامونه پورته کړو. او موږ پوهیږو چې دا کار څنګه وکړو.»
هغه د پاکستان پر پوځ او حکومت تور پورې کړ چې د پاکستان قانون یې په خپل لاس کې اخیستی او «غواړي چې په خپلو ناسمو بدلونونو سره خپلې ګټې وکړي او د دغه هیواد د قومونو تر منځ بېلوالی راولي.»
خو هغه بیا تېره ورځ د پاکستان بهرنیو چارو له پخواني وزیر بلاول بهټو سره یو ځای په لاهور کې د پاکستان پخواني لومړي وزیر نواز شریف کورته ورغلی و، او له هغه وروسته یې له بلاول بهټو سره په ګډه خبري کنفرانس ته وویل چې په قانون کې د بدلون راوستو ملاتړ کوي.
علي امین ګنډاپور د پاکستان حکومت ته ګواښ کړی او ویلي یې دي چې: «دا وار دی چې په هر چا راګرځي، که اوس مو تاسو په نښه کړئ نو راتلوونکي کې به زموږ وار وي او تاسو به په نښه کړو.»