د پاکستان په بلوچستان کې تازه د پولیو یوه مثبته پېښه ثبت شوه، چې له دې سره په پاکستان کې په روان کال کې د پولیو د پېښو شمېر ۳۳ ته لوړ شو.
د پولیو دغه ۳۳مه پېښه د بلوچستان په کوټې ښار کې ثبت شوې، چې له دې سره دا په روان کال کې دغلته د پولیو درېیمه پېښه ده.
روان کال په بلوچستان کې د پوليو ۱۷ پېښې، په سند کې ۱۰، په خېبرپښتونخوا کې ۴ او په پنجاب او اسلام اباد کې بیا د پولیو یوه یوه پېښه ثبت شوې ده.
په پاکستان کې د ای او سي ملي اداره وايي، چې د دغه ویروس او پېښو اوسني وضعیت ته په پام سره به په ټول هېواد کې د اکتوبر له ۲۸مې د پولیو ملي کمپاین پیل شي.
تر دې وړاندې د پاکستان د پوليو د له منځه وړلو پروګرام د دغه هېواد په ۱۱۵ ولسوالیو کې د پوليو ضد کمپاين پیل کړی و، چې په ترڅ کې يې ۳۳ مېليونه له پنځو کلونو کم عمره ماشومانو ته د پوليو واکسين وڅڅول شو.
خو دغه پروګرام په ځینو نا امنو سیمو کې د پام وړ ننګونو سره هم مخامخ دی.