دغه هوایي ډګر د پاکستان د لومړي وزیر او د هغه د چینایي انډول لهخوا پرانېستل شو.
دواړو مشرانو د دغه ډګر پرانېسته د دواړو هېوادونو د دوستۍ او تاریخي ملګرتیا غوره بېلګه وبلله.
د دغه هوايي ډګر د رغونې چارې چې د ۲۰۰ مېلیونه ډالرو په لګښت جوړېږي، په تېره اګست میاشت کې د بلوڅ بېلتون پالو د بریدونو له امله ځنډول شوې وې.
د چین لومړی وزیر اسلام اباد ته د شانګهای د همکاریو سازمان په ۲۳مه سرمشریزه کې د ګډون په موخه اسلام اباد ته رسېدلی دی.
دغه ناسته چې د اکتوبر په ۱۵مه او ۱۶مه په اسلام اباد کې د سختو امنیتي ګامونو په اخیستلو کې تر سره کېږي، له امله یې په اسلام اباد کې ټولې دولتي او تعلیمي ادارې تړل شوې او شاوخوا ۱۵زره امنیتي ځواکونه یې د امنیت او خوندیتوب لپاره ګومارل شوي دي.
پاکستان ته د چین د لومړي وزیر چې لي کیانګ سفر په تېرو ۱۱ کلونو کې لومړنی سفر دی.
چین د پنجشنبې په ورځ وویل، چې له پاکستان سره به په پاکستان کې د چینايي پرسونل او پروژو او بنسټونو د خوندیتوب لپاره کار وکړي.
د ډان ورځپاڼې د راپور له مخې، د هند یو څلور کسیز پلاوی، د روسیې ۷۶ استازي، د چین ۱۵ استازي، د ایران دوه کسیز پلاوی او د قرغزستان یو څلور کسیز پلاوی د یکشنبې په ورځ اسلام اباد ته رسېدلی دی.
د شانګهای سازمان اووه استازي هم پلازمېنې ته رسېدلي دي.
د هند د بهرنیو چارو وزیر اېس جې شنکر، چې تمه کېږي په دې سرمشریزه کې ګډون وکړي، ویلي چې هغه به د خپل سفر په ترڅ کې د دوه اړخیزو اړیکو په اړه خبرې نه کوي.
د شانګهای د همکاریو په سازمان کې د افغانستان غړیتوب ځنډول شوی او د طالبانو حکومت دې ناستې ته نه دی بلل شوی.
د چین د لومړي وزیر سفر او د شانګهای ناسته داسې مهال ترسره کېږي، چې پاکستان په دې وروستیو کې د خونړیو امنیتي پېښو شاهد دی او تازه همدغه تېره ورځ د خیبر پښتونخوا ایالت په بنو ولسوالۍ کې د پولیسو پر یوه مرکز ډلهییز ځانمرګی برید شوی.
تېره اونۍ د سند ایالت په کراچۍ ښار کې په یوه ټانکر کې د چاودنې له امله دوه چینايي انجنیران هم وژل شوي وو.
د چین لپاره د خپلو وګړو او انجنیرانو خوندیتوب مهم دی او غواړي ځان ډاډمن کړي، چې پاکستان د هغوی په امنیت ټینګولو کې بریالی دی.