د کورمې ولسوالۍ څخه ځايي سرچینې وايي، چې پر ولسي خلکو د شنبې ورځې د برید د قربانیانو شمېر ۱۵ تنو ته لوړ شوی.
تېره ورځ د یادې ولسوالۍ د پولیسو مشر رسنیو ته ویلي و، چې په دغه برید کې ۱۱ کسان وژل شوي او شپږ تنه نور ټپیان دي.
د خیبرپښتونخوا څخه ځايي خبریالانو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته ویلي، چې په کورمه ولسوالۍ کې پر ولسي وګړو د برید د قربانیانو شمېر ۱۵ تنو ته لوړ شوی او اوه تنه نور ټپیان دي.
سیمه ییزو خبریالانو د کورمې ولسوالۍ د پولیسو د مشر جاویدالله له قوله ویلي، چې له پېښې وروسته په سیمه کې د رامنځته شوي ترینګلي وضعیت د عادي کولو هڅې یې پیل کړې دي.
له دې پېښې وروسته د پاړه چنار او پېښور ترمنځ د تګ راتګ لاره د دویمې ورځې لپاره هم تړلې پاتې ده.
د معلوماتو له مخې په سیمه کې د وضیعت د ترینګلتیا د عادي کولو لپاره قبایلي جرګه هم وربلل شوې ده.
دا په داسې حال کې ده چې، تېره ورځ د کورمې ولسوالۍ په کنج علیزیو کې د غره په څنډو کې شیعه وګړو پر سونيانو برید وکړ، او تېره ورځ د پېښې په لومړنیو معلوماتو کې ویل شوي وو، چې په یاده پېښه کې ۱۱ کسان وژل شوي او شپږ نور ټپیان شوي دي.
دا لومړی ځل نه دی، چې په کورمه کې ورته پېښه رامنځته کیږي، له مودو راهیسې په یاده سیمه کې د سني او شیعه مذهبو ترمنځ د درنو او سپکو وسلو په کارولو سره وسله والې شخړې رامنځته کیږي او د پاکستان حکومت هم په یادو شخړو په مخنیوي کې پاتې راغلی.
په خیبر کې د پښتنو قومي جرګې په یوه برخه کې په ټوله کورمه کې د شعیه او سني د جګړې او زیانونو په اړه یادونه وشوه او جرګه والو ویل چې د پاکستان حکومت په دغې جګړې کې خپلې موخې مخته وړي.