له لبنان څخه په یوې ځانګړې الوتکه کې ۷۱ پاکستانیان کراچۍ ته ولېږدول شول

AP ۱۴۰۳ تله ۱۸

پر لبنان د اسراییل له بریدونو وروسته له دمشق څخه په یوې ځانګړې الوتکه کې ۷۱ پاکستانیان کراچۍ ته ورسېدل.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، چې د دغو پاکستانیانو له ډلې ۶۷ یې له دمشق څخه او ۴ نور بیا له شام څخه رالېږدول شوي دي.

د ډيپلوماټيکو سرچينو له مخې، دغه پاکستانيان دمشق ته د يوې خوندي شمالي پولې له لارې راوړل شوي وو، چې د پاکستان پر وخت د شپې لس بجې د کراچۍ ښار ته روان شول.
له بل پلوه ترکیه هم غواړي، چې نن خپل وګړي له لبنانه وباسي.
د ترکیې په بهرنیو چارو وزارت کې یوې سرچینې رویټرز ته ویلي، چې شاوخوا ۲۵۰۰ ترکي وګړو له لبنانه د هغوی د اېستلو غوښتنه کړې وه.
اسټرالیا، بلجیم، برازیل، چین، کاناډا، قبرس، ډنمارک، فرانسه، جرمني، یونان، اېټالیا، جاپان، هالنډ، پولنډ، پرتګال، رومانیا، روسیه، سلواکیا، سوېلي کوریا، اسپانیا، انګلستان او امریکا هغه هېوادونه دي چې ځینو یې خپل وګړي له لبنانه اېستي او ځیني نور یې د خپلو وګړو د اېستلو هڅه کوي.

نور خبرونه

رادیو