د چین دولتي خبري اژانس د راپور له مخې، په اسلام اباد کې د چین سفارت د دوشنبې په ورځ تایید کړه چې تېره شپه په کراچۍ کې په یوه «ترهګریز» برید کې دوه چینایي وګړي وژل شوي او یو ټپي دی.
دغه برید د یکشنبې شپه ۱۱ بجې په کراچۍ کې جناح نړۍوال هوايي ډګر ته څېرمه شوی.
د چین دولتي رسینو نن دوشنبه په اسلام اباد کې د چین سفارت له قوله ویلي، چې تېره شپه د پاکستان پر وخت د شپې ۱۱ بجې په کراچۍ کې د جناح نړۍوال هوايي ډګر ته څېرمه د چین (پورټ قاسم الیکتریک پاور کمپنۍ) پر انجینرانو برید شوی چې دوه چينايي وګړي په وژل شوي او یو ټپي دی.
د چین سفارت د برید د ډول په اړه څه نه دي ویلي، خو ویل کیږي چې برید دومره زورور و چې تر لرې سیمو پورې یې غږ رسیدلی دی.
د کراچۍ پولیس وايي، په دغه برید کې درې تنه وژل شوي او ۱۷ نور ټپیان شوي، خو دا یې نه دي ویلي چې وژل شوي او ټپي کسان کسان څوک دي.
چینايي رسنۍ په اسلام اباد کې د چین سفارت په حواله لیکلي چې په برید کې یو شمېر پاکستاني وکړي وژل شوي او ټپیان دي، خو د پاکستان کورنیو چارو وزارت لا په دې اړه څه نه دي ويلي.
د دغه برید مسوولیت بلوڅ بیلتون پالو په غاړه اخیستی او دعوه یې کړې چې په یوه ځانمرګي برید کې یې ګڼ شمېر هغه چينايي انجنیران او د هغوی ساتوونکي پاکستانیان وژلي دي چې د کراچۍ له هوايي راوتلي او پر لاره روان وو.
کراچۍ کې پولیسو ویلي، چې د یکشنبې په شپه له یوې لویې چاودنې وروسته اور لګېدلی او نږدې ۱۵ موټر په کې سوځیدلي دي.
اسلام اباد کې د چین سفارت د دغه برید غندنه کړې او ویلي چې پاکستاني امنیتي ادارې دې د دغه برید څېړنې وکړي او ښکیلو کسانو ته دې سخته سزا ورکړي.
دغه سفارت ټینګار کړی پاکسات دې د چینایي وګړو، بنسټونو او پروژو د خوندیتوب لپاره عملي او اغیزمن ګامونه واخلي.
د ۱۴۰۳ کال د وري په میاشت کې د خیبرپښتونخوا د شانګلې په بشام کې د یوه ځانمرګي برید له امله پنځه چینایي انجنیران ووژل شول او یو شمېر نور ټپيان شوي دي. د پاکستان امنیتي چارواکو ویلي وو، په دې پېښه کې بریدګر خپل موټربم ته د هغو چینایي انجنیرانو له موټر سره نږدې چاودنه ور کړه، چې داسو بند ته روان و.
په ۲۰۲۱ کال کې هم داسو بند ته څېرمه په یوه برید کې د نهو چینايي انجینرانو په ګډون ۱۳ کسان وژل شوي وو.