د بخښنې نړیوال سازمان: پاکستان کې په ۱ میاشت کې دوه تنه مقدساتو ته د سپکاوي په تور وژل شوي

AP ۱۴۰۳ تله ۱۵

د بخښنې نړیوال سازمان د یکشنبې په ورځ (د تلې ۱۵ مه) وويل، چې په پاکستان کې د مذهب د سپکاوي په تور د وژنو پېښې زیاتې شوي دي.

دغه سازمان وايي، چې یوازې په سپټمبر میاشت کې لږ تر لږه دوه کسان په سند او بلوچستان ایالتونو کې د پولیسو له خوا د مذهب د سپکاوي په تور وژل شوي دي.

د بخښنې نړیوال سازمان منلې، چې د ۲۰۲۴ کال له پیل راهیسې په پاکستان کې لږ تر لږه څلور کسان «مقدساتو ته د سپکاوي» په تور وژل شوي دي.

دغه سازمان زیاتوي، چې یو ۳۲ کلن مسلمان ډاکټر د سپټمبر په میاشت کې د سند ایالت په عمر کوټ ولسوالۍ کې د پاکستاني پولیسو له خوا مقدساتو ته د سپکاوي په تور وژل شوی و.

دغه سازمان ویلي، چې یو ۵۲ کلن مسلمان سړی، چې د بلوچستان په کوټه کې د یو هوټل خاوند و، هم د سپټمبر په میاشت کې د پاکستان پولیسو مقدساتو ته د سپکاوي په تور وژلی و.

د بخښنې نړیوال سازمان وايي، له ۱۹۴۷ کال راهیسې، چې پاکستان خپله خپلواکي ترلاسه کړې، په دغه هېواد کې ۱۰۷ کسان مذهب او مقدساتو ته د سپکاوي په تور وژل شوي دي.

دغه نړیوال سازمان وايي، چې په وژل شویو کسانو کې ۹ تنه ښوونکي او ۴۸ تنه له مذهبي اقلیتونو څخه وو.

د بخښنې نړیوال سازمان له پاکستاني چارواکو غوښتي، چې د دغو پېښو د تکرار د مخنیوي لپاره دې اغېزمن ګامونه پورته کړي او چارواکي دې د مقدساتو د سپکاوي په تور د خلکو د وژلو مخه ونیسي.

دغه سازمان همدا راز ټینګار کړی، چې د پاکستان حکومت باید مقدساتو ته د سپکاوي ټول قوانین لغوه کړي.

د پاکستان هېواد د دې سیمې د خلکو د ديني عقایدو پر بنسټ جوړ شوی او خلک یې د مذهبی مسایلو او مقدساتو ته د سپکاوی سره په حساسیت او عصبانیت برخورد کوی.

راپورونه ښیي، چې د پاکستان خلکو په وار وار ديني مقدساتو ته د سپکاوي په تور یو شمېر کسان صحرايي محاکمه کړي دي.

نور خبرونه

رادیو