د پاکستاني رسنیو د خبرونو له مخې تېره ورځ ناوخته د بلوچستان په قلات سیمه کې پر پاکستاني پوځ د برید له امله څلور عسکر وژل شوي او درې ټپیان شوي.
په یوه بله پېښه کې د خیبرپښتونخوا په کورمه کې هم پر پاکستاني پوځیانو برید کې څلور عسکر وژل شوي او دوه ټپیان دي.
پاکستاني رسنیو نن یکشنبه د (تلې ۱۵مه) خبرونه خپاره کړي چې تېره ورځ ناوخته د بلوچستان په قلات سیمه کې د پاکستاني پوځيانو پر کاروان برید شوی چې په کې څلور پوځيان وژل شوي او درې نور ټپیان شوي.
خبر زیاتوي چې د پوځ پر دغه کاروان پر لاره لومړی د یوه ماین چاودنه شوې بیا وسله وال بریدونه پرې شوي.
د دغه برید مسوولیت بلوڅ بیلتون پالو منلی او په برید کې د نهو پاکستاني عسکرو د وژلو او پنځو د ټپي کېدو دعوه کړې.
په یوه بل خبر کې پاکستاني رسنیو ويلي چې تېره ورځ ناوخته د خیبرپښتونخوا کورمې په پستونې سیمه کې د پاکستاني پوځیانو پر ګزمه برید شوی چې په پایله کې یې څلور پوځیان وژل شوي او دوه تپیان شوي.
پر دغې ګزمې وسله والو مخامخ ډزې کړې دي او مرګ ژوبله یې اړولې ده.
په کورمه کې پر پاکستاني پوځيانو د دغه برید مسوولیت د ټي ټي پي جماعت الاحرار ډلې په اړه اخیستی او د ۱۵ پوخيانو د مرګ ژوبلې دعوه یې کړې ده.
د دغو دواړو بریدونو په اړه تر اوسه پورې پاکستان پوځ په رسمي ډول خبرپاڼه نه ده خپرې کړې.
تېره ورځ شنبه د پاکستان پوځ ویلي و، چې د شمالي وزیرستان په سپین وام کې له وسله والو سره په نښته کې د يوه لوړ پوړي افسر په ګډون شپږ پاکستاني پوځيان وژل شوي دي.
د پاکستان پوځ ویلي و، چې په متقابلو ډزو کې یې شپږو وسلوال هم وژلي وو.
په دې وروستیو کې په خیبرپښتونخوا او بلوچستان کې پر پاکستاني پوځیانو بریدونو زور اخیستی او نږدې هره ورځ پرې د وسله والو له لوري سخت بریدونه کیږي او مرګ ژوبله ور اړوي.