شمالي وزیرستان او کورمه کې ۱۳ پاکستاني سرتېري وژل شوي

AP ۱۴۰۳ تله ۱۵

د پاکستان پوځي سرچینې وايي، چې د شمالي وزیرستان او کورمې ولسوالیو په پرونیو نښتو کې د پوځ د یوه افسر په ګډون ۱۳ امنیتي سرتېري وژل شوي.

د پاکستان د پوځ له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې لومړنۍ نښته د شمالي وزيرستان په سپين وام سيمه کې شوې او شپږ وسله وال پکې وژل شوي.

د پاکستان پوځ وايي، په بریدونو کې د جنګیالیو د یوه مهم قوماندان په ګډون، چې د خیبر پښتونخوا ایالت په سوات کې یې د ډپلوماټانو پر کاروان په وروستي بريد کې لاس درلود،اته تنه وسله وال جنګيالي هم وژل شوي.

یوې سرچینې افغانستان انټرنېشنال ته وویل، چې دغه برید وړمه شپه د حافظ ګل بهادر د ډلې جنګیالیو کړی او له لایزري ټوپکو یې پکې ګټه اخستې ده.

سرچینې په برید کې د سرحدي ملیشو د ګڼو نورو سرتېرو او جنګیاليو د ټپي کېدو پخلی هم کړی.

خبرپاڼه وايي، په دې جګړه کې د فیصل اباد اوسېدونکی ۴۳ کلن محمد علي شوکت له خپلو پنځو سرتېرو سره وژل شوی.

په يوه بله خبرپاڼه کې د پوځ رسنیزې څانګې په ډاګه کړې، چې امنيتي ځواکونو د سوات په چهارباغ سيمه کې د عملياتو پر مهال د توندلارو د يوه مشر عطاء الله مهران په ګډون دوه توندلاري وژلي او يو بل يې ټپي کړى.

د خبرپاڼې پربنسټ، مهران په سیمه کې په ګڼو بریدونو کې لاس درلود او د سپتمبر پر ۲۲ مه په سوات کې د بهرنیو ډپلوماټانو له یوه کاروان سره مل د پولیسو پر موټرو برید هم نوموړي کړی و.

د پاکستان پولیسو دا هم ویلي، چې د مرکزي کورمې ولسوالۍ په باراني سیند سیمه کې په یوه جلا برید کې اووه پاکستاني سرتیري وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي.

نور خبرونه

رادیو