د هند د بهرنیو چارو وزیر وايي، چې اسلام اباد ته د خپل راتلونکي سفر پر مهال به له پاکستاني چارواکو سره د دواړو هېوادونو د اړیکو په اړه دوه اړخیزې خبرې ونه کړي.
ایس جی شنکر به د اکتوبر په نیمایي کې پاکستان ته سفر وکړي چې د شانګهای د همکارۍ سازمان په غونډه کې برخه واخلي.
نوي ډیلي د جمعې په ورځ ویلي، چې د هند د بهرنیو چارو وزیر به پاکستان ته سفر وکړي.
دا له ۹ کلونو وروسته پاکستان ته د هند د بهرنیو چارو د وزیر لومړی سفر دی.
وروستی ځل د هند د بهرنیو چارو وزیرې سوشما سواراج په ۲۰۱۵ کال کې د اسیا زړه هیوادونو په غونډه کې د ګډون له پاره پاکستان ته سفر کړی و.
ښاغلي جی شنکر په یوه غونډه کې وویل: «دا سفر په څو اړخیزه غونډه کې د ګډون لپاره دی. زه هلته د پاکستان او هند پر اړیکو د بحث لپاره نه ځم.»
هغه زیاته کړه، چې پاکستان ته ځکه ځي، چې هند د شانګهای د همکارۍ سازمان «ښه غړی» دی.
جی شنکر په پاکستان کې د هغه شتون ته د رسنیو په ځواب کې وویل:«ځکه چې زه یو شریف او بانزاکته سړی یم، زما چلند به مناسب وي.»
ټاکل شوې د شانګهای د همکارۍ سازمان غونډه د اکتوبر په ۱۵مه او ۱۶مه په اسلام اباد کې جوړه شي.
په دې غونډه کې به د روسیې، قرغزستان او تاجکستان مشران ګډون وکړي.
د هند او پاکستان تر منځ اړیکي په ۱۹۴۷ کال کې له بریتانیا څخه د خپلواکۍ له اخیستو وروسته بېرته عادي حالت ته نه دي راغلي.
د هند او پاکستان تر منځ اړیکې تل د ترینګلتیا سره مخ دي او د دغو دواړو هیوادونو حکومتونه تل د کشمیر د حاکمیت پر سر اختلاف لري او په شخړو کې ښکیل شوي دي.