د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د چهارشنبې په ورځ اعلان وکړ، چې د دغه هېواد یوه تجربه کاره ډېپلوماته امنه بلوچ د دغه وزارت د مرستیالې په توګه ټاکل شوې ده.
امنه بلوچ تر دې وړاندې په چین کې د پاکستان د استازې او په بلجیم، مالیزیا او لوګزامبورګ کې د سفیرې په توګه کار کړی دی.
امنه بلوچ د چهارشنبې په ورځ (د وږي ۲۱ مه) نېټه د سيروس سجاد قاضي د تقاعد وروسته د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت د مرستيالې په توګه دنده پيل کړه.
مېرمن بلوچ چې د دوو ماشومانو مور ده، په سرېلانکا کې د وزیرې د سلاکارې په توګه هم کار کړی دی.
امنه بلوچ د تاریخ په برخه کې ماسټري لري او تر دې وړاندې یې د لومړي وزیر په دفتر کې د سکرتر او د بهرنیو چارو په وزارت کې د اضافي سکرتر په توګه دنده ترسره کړې ده.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت څو دفترونه لري.
له تهمینې جنجوعه وروسته امنه بلوچ دویمه ښځه ده، چې دغه مقام یې تر لاسه کړی دی.
د شهباز شریف په لومړي حکومت کې حنا رباني د بهرنیو چارو وزارت مرستیاله وه.