د بلوڅانو د غورځنګ مشرې ماهرنګ بلوڅ ويلي، چې په ګوادر کې د دوی احتجاج په پنځمه ورځ هم دوام لري.
هغې په اېکس پاڼه لیکلي، چې په دغه احتجاج کې زرګونه کسانو برخه اخیستې ده.
د نوموړې په لیکنه کې راغلي، د دولت لهخوا د زور له پرله پسې کارونې سره، سره د احتجاج د ګډونوالو مورال لاهم پیاوړی دی.
هغې زیاته کړې:« موږ له پیله دولت ته دا څرګنده کړې، چې د زور په کارولو سره نه کمزوري کېږو او نه هم د زور په وړاندې د سر ټیټولو عادت لرو.»
د هغې په وینا، که دولت له دې څخه د زيات ځواک په کارولو سره لېوالتيا ولري نو د خپلو ګټو لپاره یې کارولی شي؛ خو دغه ولسي مقاومت په هېڅ ډول د زور په کارولو سره نه شي ختمېدای.
هغې په ټینګار سره ویلي، چې دوی به خپل سولهییز احتجاجونه جاري وساتي.
تر دې وړاندې د بلوڅانو غورځنګ ادعا کړې وه، چې پوځ د احتجاج د ګډوډولو لپاره له زور کار اخیستی چې د ښځو او ماشومانو په ګډون یې ډېر احتجاج کوونکي ټپیان کړي دي.
خو بیا د پاکستان پوځ ویلي و، په ګوادر ښار کې پر امنیتي ځواکونو د احتجاج کوونکو په برید کې یو عسکر وژل شوی او ۱۶ نور ټپیان دي.
دغه احتجاج کوونکي د خپل غورځنګ د هغو غړو د خلاصون غوښتونکي دي، چې د پاکستان امنیتي ځواکونو لهخوا نیول شوي دي.