ټي ټي پي: هغه ۲ وسلوال مو ژوندي او خوندي ځای ته رسېدلي چې پاکستاني پوځيانو ژوندي خښ کړي وو

AP ۱۴۰۳ زمری ۱۱

د پاکستان طالبانو تحریک د خپلو هغو دوو وسله والو د ژوندي پاتې کېدو خبر ور کوي، چې څو ورځې وړاندې پاکستاني ځواکونو د پښتونخوا په مومند ولسوالۍ کې ژوندي خښ کړي و.
دې ډلې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې ډېر ژر به د خپلو دغو وسله والو ویډیو هم خپره کړي.

د پاکستان طالبانو تحریک څو ورځې وړاندې ویلي و، چې د وزیر باجوړي او عاصم په نوم د دوی دوه وسله وال له ساعتونو جګړې او د مرمیو تر ختمېدو وروسته د مومند په انبار سیمه کې په یوه سمڅه کې پټ شوي و، چې پاکستاني پوځیانو پرې خاورې اچولوې وې او خښ کړي یې وو.

خواله رسنیو کې د پاکستاني ځواکونو له خوا د دې وسلوالو د سمڅې د بندولو ویډیو هم خپره شوې او له پراخو غبرګونونو او نیوکو سره مخامخ شوې وه.

افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته هم رسېدلې ویډیو کې ښکاري، چې لومړی د پاکستاني ځواکونو له خوا پر سمڅه ډزې کیږي او بیا وروسته د اکسواټرونو پر مټ پر دغو کسانو خاورې اړول کیږي.


خو نن پاکستاني طالبانو په یوه خبرپاڼه کې لیکلي: «د پېښور د مومندو ایجنسۍ په انبار کې د سي ټي ډي "د پاکستان پوځ" له خوا محاصره شوي او ژوندي خښ شوي «مجاهدین» د الله تعالی په خاص مدد او نصرت سره روغ راووتل او خپل خوندي ځای ته ورسېدل.»

په خبرپاڼه کې دا هم ویل شوي، چې د ټي ټي پي مشر دغږ کسانو ته د هغوی د مقاومت له امله سل سل زره روپۍ د انعام په توګه په پام کې نیولې دي.

نور خبرونه

رادیو