منظور پښتین: پښتنو دوښمن ته وښودله چې له خپل غمخوار سره ولاړ دي

AP ۱۴۰۳ چنگاښ ۲۵

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین د ګیله من وزیر له مړینې وروسته په یوې وینا کې وویل: «پښتنو دوښمن ته وښودله چې له خپل غمخوار سره ولاړ دي.»
نوموړي وایي، چې د ګیله من وزیر د مړینې په ویر کې د لر او بر افغانانو برخې اخیستو وښوده، چې دې ملت ته قرباني ورکول د ویاړ ځای دی.

منظور پښتین په خپلې تازه وینا کې د افغانستان له پخوانیو ولسمشرانو، د کرېکټ له لوبغاړو، سندرغاړو او ټولو سیاستوالو مننه وکړه، چې د ګیله من وزیر پر مړینې یې خواشیني وښوده.
ښاغلي پښتین وویل: «د بر وطن د افغانانو مینه د تاریخ په مثالونو کې لوی مثال دی.»
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر دغه راز وویل، چې د دغه غورځنګ غړي بندیان شوي، وژل شوي او نورو قربانیو ته هم چمتو دي، څو دا خاوره له ظلم څخه خلاصه کړي.
نوموړی پرته له دې چې د کوم طرف نوم واخلي وايي: «دوښمن زمونږ د نوم د ورک کولو، وېشلو او ترمنځ مو د بې باورۍ د رامنځته کېدو هڅه کوي.»
د ښاغلي پښتین په خبره؛ په نږدې وختونو کې د پښتونخوا ډېرو سیمو ته په تګ سره پوه شو، چې د پښتون قوم تاریخي زغم پای ته رسېدلی دی.
هغه وایي: «دا وطن داسې میندې لري چې په یوه ورځ یې ټول زامن مړه شوي، سیاسي ګوندونه، دهقان، ډاکتر او ان عام وګړي د حاکم نظام له خوا معاف شوي نه دي، د هر یوه زړه کې درد دی.»
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر زیاتوي: «مونږ هرې خوا ته چې مخ اړوو د یوه شهید کورنۍ مو مخې ته وي، دا ولسونه راټولول غواړي.»
منظور پښتین د ګیله من وزیر د جنازې او د فاتحې له مراسمو درې ورځې وروسته د خپلې فېسبوک پاڼې له لارې خلکو ته په وینا کې وویل، چې د ګیله من وزیر مور له دوی څخه غوښتي څو د پښتنو خاوره له ظلم او غلامۍ څخه وژغوري.
نوموړی وایي: «ما چې د ګیله من مور ته وویل، چې زوی دې شهید شوی هغې وخندل، ما فکر وکړ چې اشتباه یې اورېدلې او بیا مې ورته تکرار کړ؛ خو نوموړې راته وویل، چې ما خپل زوی درې میاشتې مخکې د مبارزې په لار کې د قربانۍ لپاره تاسو ته حلال کړی و.»
ښاغلي پښتین د ګیله من وزیر د مور له قوله وویل: «ګیله من د ټول افغان ملت زوی و او مونږ د خپلې خاورې غلامۍ منلو ته تیار نه یو.»
منظور پښتین وایي، د یوې پښتنې مور دا ډول ډاډ ورکول یو پښتون هېڅکله هېرولی نه شي.
د نوموړي په خبره؛ د ګیله من وزیر مزار به داسې جوړ شي چې د پښتنو لپاره د نښې او رڼا ځای وي.
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر همداراز په خپله وینا کې د ننګرهار ولایت د وروستیو توپانونو او وروښتونو له امله پر اوښتې مرګ ژوبلې خواشیني څرګنده کړه او ویې ویل، چې په هر ډول ستونزو کې د افغان ملت ترڅنګ ولاړ دي.
ګیله من وزیر تېره اونۍ د یوه ترهګریز برید په پایله کې د سختو ټپونو له امله د اسلام اباد په یوه روغتون کې مړ شو، چې د نوموړي مړینه له پراخو غبرګونو سره مخ شو.

نور خبرونه

رادیو