د پاکستان د پوځ عامه اړیکو اداره وايي، د پښتونخوا په لکي مروت کې یې د استخباراتي مالوماتو له مخې په عملیاتو کې ۱۱ وسلوال ووژل.
پوځ نن په دغه سیمه کې د وسلوالو د څو پنټنځیو د له منځه وړلو خبره هم کوي.
پرون په لکي مروت کې د پاکستان ۷ سرتېري وژل شوي وو.
په ورته مهال د پاکستان لومړي وزیر نن په لکي مروت کې پر پرونیو وژل شویو سرتېرو خوشیني ښودلې ده.
دغه پاکستاني پوځیان پرون په یوه چاودنه کې وژل شوي دي.
پاکستان کې د وسلوالو بریدونو په ډېرېدو سره د پښتونخوا لکي مروت یوه هغه سیمه ده چې پر امنیتی ځواکونو پکې ډېر بریدونه کېږي.