د پي ټي ای غړی: د پاکستان حکومت د عمران خان د خوشې کولو لپاره تیار وو

AP ۱۴۰۳ لیندۍ ۷

د پاکستان د تحریک انصاف ګوند غړی سردار لطیف کهوسه وایي، چې د پاکستان حکومت د عمران خان د خوشې کولو لپاره تیار وو، خو ستونزه هغه وخت جوړه شوه، چې دوی غوښتل خان سمدستي خوشې شي.

نوموړي له جیو نیوز سره په خبرو کې ویلي، چې د عمران خان د خوشې کولو پرمهال یو شمېر کسانو لاسوهنه هم وکړه، خو نوموړي د کوم مشخص کس نوم نه دی اخیستی.
لطیف کهوسه دغه راز زیاته کړې، چې تحریک لا ختم شوی نه دی.
د پاکستان د تحریک انصاف ګوند یاد غړی وایي: «تحریک لا ختم شوی نه دی، موږ به اسلام‌آباد ته هم لاړ شو او حکومت به هم وکړو.»
هغه وایي، د پاکستان د کورنیو چارو وزیر به تل ویل، چې هېڅوک تر ډي چوک پورې رسېدلی نه شي، خو له ټولو تابیاوو سره - سره بیا خلک تر اسلام اباد پورې ورسېدل.
دا په داسې حال کې ده، چې د پاکستان لومړی وزیر شهباز شریف په اسلام اباد کې د وروستیو ناخوالو په غبرګون وویل: «څوک چې پاکستان ته زیان رسوي لاسونه یې پرې ماتوو.»
نوموړي د چهارشنبې په ورځ د کابینې په ناسته کې زیاته کړه، چې په سیاست کې هېڅ ډول فتنې ته ځای نه شته.
له تېرو څو ورځو را په دې خوا د پاکستان د تحریک انصاف ګوند پلویانو د دغه ګوند د مشر او پخواني لومړي وزیر عمران خان د خوشې کولو لپاره لاریونونه پیل کړي و، چې نن پایته ورسېدل.
له دې سره، د اسلام اباد د پولیسو مشر علي ناصر رضوي بیا ویلي، چې په اسلام اباد کې د پي ټي ای په لاریونونو کې د ۳۷ افغانانو په ګډون ۹۵۴ کسان نیول شوي، چې ۲۰۰ وسایل او ۳۹ وسلې یې ترې تر لاسه کړې دي.
د تحریک انصاف د احتجاج له ختمېدو وروسته په پلازمينې اسلام اباد کې وضعیت عادي حالت ته راګرځېدلی دی.
د تحريک انصاف د احتجاج پرمهال د تېرو څلورو ورځو راهیسې تړل شوې لویې لارې بېرته د تګ راتګ لپاره پرانستل شوې.

نور خبرونه

رادیو